طالبان په افغانستان کښې د جنګ غوښتونکي دي
زمونږ خبریال وايي د افغانستان په چارو کښې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد چې له طالبانو سره یې څو ځلې خبرې کړي دي د دغه ډلې په جنګ غوښتنې اعتراف وکړ .
هغه پرون د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د طالبانو ډلې د حملو دوام ته په اشارې سره وویل دغه ډله په هیواد کښې د اوربند له موافقې سره مخالفه ده .
په عین حال کښې د افغانستان د ملي امنیت ادارې هم په تیرې چهارشنبې ورځې ویلي وو طالبانو ډلې له امریکا سره د تش په نامه د سولې د موافقې له لاسلیک کولو وروسته له تیرو دوه نیمو میاشتو راهسې تراوسه د هیواد په بیلابیلو سیمو کښې اوه زره او اوه سوه دولس (۷۷۱۲) حملې کړي دي .
د افغانستان حکومتي چارواکي وايي طالبانو ډله دنورو ترهګرو ډلو د حملو لپاره د ډاډمنې زمینې په برابرولو سره ځان له جنایت څخه نشي خلاصولی ځکه چې طالبان په افغانستان کښې په اکثرو حملو کښې لاس لري .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا د کابل په «دشت برچي »سیمه کښې په روغتون باندې د طالبانو په حملې کښې په لسګونو کسان چې ښځې او ماشومان پکښې شامل دي وژل شوي دي .