د لمر سترګې رڼا اوس هر ځای امکان لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90230
زمونږ خبریال وايي د انسان او د څارویو د هډوکو لپاره د ویټامین ډي له اهمیت څخه هیڅوک انکار نشي کولای او په همدې خاطر خدای پاک ج دغه نعمت یعني ویټامین ډي د لمر سترګې په رڼا کښې په پراخ ډول محفوظ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 21, 2020 13:42 Asia/Kabul
  • د لمر سترګې رڼا اوس هر ځای امکان لري

زمونږ خبریال وايي د انسان او د څارویو د هډوکو لپاره د ویټامین ډي له اهمیت څخه هیڅوک انکار نشي کولای او په همدې خاطر خدای پاک ج دغه نعمت یعني ویټامین ډي د لمر سترګې په رڼا کښې په پراخ ډول محفوظ کړی دی .

د جنوبي کوریا مشهور شرکت سام سنګ ته په دې  هکله د طبیعي او د قدرتي رڼا لپاره سمارټ وینډو سني  فایو ( smart window) سیسټم متعارف کړی دی .

دغه سمارټ وینډو سني فایو سیسټم نه یوازې طبیعي رڼا برابروي بلکې زمونږ د بدن له سوځولو پرته په ډیر کم وخت کښې ویټامین ډي هم زیاتوي .

د دغه اپلیکیشن په وسیله د لمر سترګې په رڼا ، درجه حرارت او د رڼا په زاویې کښې هم په خپلې خوښې سره بدلون راوستلی شئ .

سني فایو سیسټم د کور په هر ځاې کښې نصب کیدلای شي نو ځکه خو اوس که سهار وي ، شپه  وي او بل کوم وخت وي نو طبیعي رڼا څخه خوند اخیستلی شئ .