د امریکا جګړه د عراق د ننیو مشکلاتو اصلي عامله ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90401-د_امریکا_جګړه_د_عراق_د_ننیو_مشکلاتو_اصلي_عامله_ده
د امریکا پخواني دفاع وزیر چک هیګل (Chuck Hagel) په عراق کښې د واشنګټن د دوه زره دریم (۲۰۰۳) میلادي کال جنګ د دغه هیواد د اوسنیو مشکلاتو اصلي عامل او او د امریکا یوه (۱) ستره او خطرناکه غلطۍ وبلله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2020 09:04 Asia/Kabul
  • د امریکا جګړه د عراق د ننیو مشکلاتو اصلي عامله ده

د امریکا پخواني دفاع وزیر چک هیګل (Chuck Hagel) په عراق کښې د واشنګټن د دوه زره دریم (۲۰۰۳) میلادي کال جنګ د دغه هیواد د اوسنیو مشکلاتو اصلي عامل او او د امریکا یوه (۱) ستره او خطرناکه غلطۍ وبلله .

چک هیګل چې د امریکا د تاریخ څلورویشتم (۲۴) دفاع وزیر و له المانیټور اینټرنیټ پاڼې سره په مرکه کښې د خپل هیواد د  پخوانیو ولسمشرانو جارج ډبلیو بوش او باراک اوباما په دریځونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې د واشنګټن د ۲۰۰۳ میلادي کال نیواکګرانه جنګ د عراق د نن ورځې د مشکلاتو اصلي عامل وباله .

هیګل وویل تاریخ حقیقت ښکاره کړ او معلومه شوه چې د امریکا د ولسمشر جارج ډبلیو بوش حکومت او چارواکو په عراق باندې د حملې لپاره د ۲۰۰۲ میلادي کال په فیصلې کښې دروغ ویلي دي او زیاته یې کړه معلومه شوه چې په عراق کښې باندې د حملې لپاره په ټولو ځایونو کښې دوکه وه او په عراق کښې هیڅ ډول ډلوژونکي وسلې نه وې .

چک هیګل چې له دوه زره دیارلسم (۲۰۱۳) میلادي کال څخه تر دوه زره پینځلسم (۲۰۱۵) میلادي کال پورې وخت کښې د پخواني ولسمشر باراک اوباما په حکومت کښې دفاع وزیر په دغه مرکې کښې د سوریې په وړاندې د خپل هیواد د پروګرام په نلرلو هم نیوکه وکړه .