د ایراني وروڼو له ملګرتیا او میړانې مننه کوم
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90488-د_ایراني_وروڼو_له_ملګرتیا_او_میړانې_مننه_کوم
د ونزویلا ولسمشر د ایران حکومت او ولس ته په خطاب: د ایراني وروڼو د ملګرتیا او میړانې مننه کوم.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 02, 2020 03:00 Asia/Kabul
  • د ایراني وروڼو له ملګرتیا او میړانې مننه کوم

د ونزویلا ولسمشر د ایران حکومت او ولس ته په خطاب: د ایراني وروڼو د ملګرتیا او میړانې مننه کوم.

د ونزویلا ولسمشر پرون د خپل هیواد او ایران خلاف د امریکې له بندیزونو سره سره ه ونزویلا ته د سونګو د وړونکو پنځو کشتیو په لیږلو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له اقدامه یوځل بیا قدرونه وکړه.

نیکلاس مادورو Nicolás Maduro د ونزویلا یو بندر ته د ایران د تیلو د پنځمې کشتۍ د رسیدو په وخت په ټویټر کښې د ایران له حکومت او ولسه د قدرونې او مننې په ترڅ کښې وویل: ونزویلا د امریکې په وړاندنې یوازې نه ده.

هغه د خپل ټویټ په پاې کښې د ایران حکومت او ولس ته په خطاب کښې لیکلي دي: د ایراني وروڼو د ملګرتیا او میړانې مننه کوم.