په امریکا کښې له څلورو زرو زیات معترضان ونیوې شول
امریکايي رسنیو بیګا په دغه هیواد کښې د وروستیو اعتراضونو په بهیر کښې د پولیسو او امنیتي ځواکونو له خوا د ۴ زره او ۱۰۰ اعتراض کونکو د نیولو خبر ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې د امریکې په مختلفو ښارونو په تیره بیا مینیاپولیس Minneapolis کښې د دغه هیواد د پولیسو په توکمپال سلوک باندې د خلکو پراخې مظاهرې روانې دي.
په دغه ښار کښې د یو سپين پوستي پولیس له خوا د یو تورپوستي ښاریز غمیزه ناکې وژلې د امریکایانو قهر راپارولې دی او هغوي پراخ اعتراضونه او مظاهرې پیل کړې دي خو د امریکې پولیس او امنیتي ځواکونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په حکم اعتراض کونکي ځپي.
په دې لړ کښې پرون مازیګر د سپینې ماڼۍ ویاندې کایلي مک اِناني له معترضانو سره د مقابلې لپاره په ۲۴ ایالتونو کښې د دغه هیواد د ملي ګارډ د ۱۷ ځواکونو د ځاې پرځاې کولو خبر ورکړ.
هغې وویل چې ولسمشر ټرمپ د دغو ۲۴ ایالتونو له ګورنرانو غوښتي چې له دغو ځواکونو څخه د معترضانو د ځپلو لپاره کار واخلي.
په عین حال کښې خبري سرچینو د دغو ولسي اعتراضونو په دوام کښې د امریکې په څو ښارونو کښې د انټرنیټ او ټیلیفون په خدماتو کښې د ګډوډي خبر ورکړی دی.