چین کښې هوايي ټیکسي کار پیلوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90655-چین_کښې_هوايي_ټیکسي_کار_پیلوي
زمونږ خبریال وايي چین هیواد له پایلوټ(Pilot) پرته داسې هوايي ټیکسي جوړ کړی دی چې ښارونو ته د ټرافیک او د ګاډو د ګڼه ګوڼې له جوړیدا څخه په نجات ورکولو سربیره ګړندی او له ارام څخه د ډک ډک هوايي سفر اسانتیا هم برابروي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2020 09:28 Asia/Kabul
  • چین کښې هوايي ټیکسي کار پیلوي

زمونږ خبریال وايي چین هیواد له پایلوټ(Pilot) پرته داسې هوايي ټیکسي جوړ کړی دی چې ښارونو ته د ټرافیک او د ګاډو د ګڼه ګوڼې له جوړیدا څخه په نجات ورکولو سربیره ګړندی او له ارام څخه د ډک ډک هوايي سفر اسانتیا هم برابروي .

د چین یوه (۱) شرکت په هوا کښې الوت کونکی ټیکسي جوړ کړی دی او هغه به درې (۳) کاله وروسته د خلکو د استعمال او اسانتیا لپاره کار پیل کړي .

په چین کښې به دغه یوازنی هوايي ټیکسي وي چې له پایلوټ پرته به الوت کوي او مسافران به خپل ټاکلي ځای  ته رسوي .

د چین په دغه هوايي ټیکسي به په یووخت کابو دوه (۲) کسان سفرونه وکړي او دغه ټیکسي په یوه(۲) ساعت کښې څه دپاسه اتیا (۸۰) کلومیټره مزل کولای شي .

د چین د هوايي ټیکسي د جوړولو شرکت په دغه ټیکي کښې نوي ټیکنالوژۍ کارول شوي ده چې استعمال به یې د موبائیل ټیلي فون د اپلیکیشن په  وسیله ترسره شي .