یوه سړي د خپل سپي مخ ته ځان وواژه
Jun 10, 2020 09:36 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په چین کښې یوه (۱) ښاریز د خپل سپي مخ ته ځان اوبو ته په غورځولو سره خودکشي وکړه او سپی څو ورځې هلته ناست و او د خپل مالک د راتلو انتظار یې کاوه .
د چین په ووهان ولایت کښې په سمندر باندې د جوړ« یانګ ژي »پل د پاسه یو(۱) ښاریز راغی او بیا یې د خپل سپي د سترګو په وړاندې د خودکشۍ لپاره ځان اوبو ته وغوروه .
دغه وفادا سپی تر څلورو (۴) ورځو پورې د پیښې په ځای کښې ناست و او د خپل مالک د راتلو انتظار یې باسه .
په دې وخت کښې ځايي خلکو له هغه ځای څخه د سپي د شړلو هڅه وکړه خو هغه له خپل ځای څخه ونه خوځیده .
په دغه تصویر کښې تاسو لیدلی شو چې سپی سمندر ته ګوري او د خپل مالک د راتلو انتظار باسي .
ټیګونه