د امریکا ولسمشر له واک ناوړه استفاده کوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید جو بایډن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه (۱) پیغام کښې ولسمشر ټرمپ له قدرت څخه په ناوړه استفادې او د پولیسو له تاوتریخوالي په ملاتړ تورن کړ .
د امریکا د ولسمشرۍ د روان میلادي کال په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن ولسمشر ټرمپ د دسیسې د توهم په تئورۍ تورن کړ او له یوه(۱) اعتراض کونکي سره د پولیسو د تاویخجن چلند په هکله قضاوت یې غلط وباله او هغه یې د پولیسو له تاوتریخوالي ملاتړ وګاڼه .
د امریکا د بوفالو ښار پولیسو پینځه اویا (۷۵) کلن ښاریز چې د تورپوستي جارج فلویډ د قتل پرضد اعتراضونو کښې یې ګډون کړی و سخت وواهه .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د پولیسو دغه واضح تاوتریخوالي ته په غبرګون کښې ویلي وو بوډا سړی مریض و او هغه په قصدي ډول ځان په ځمکه غورځولی دی .
د امریکا ډیموکراټ ګوند د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې په ریپلیکن ګوند په تیره بیا په ولسمشر ټرمپ نیوکې زیاتې کړي دي .
خبرونه وايي چې د امریکا پولیسو له جارج فلویډ وروسته یو بل تورپوستی هم وژلی دی چې دغه چارې خلک نور هم پسې غوسه کړي دي .