د امریکا ولسمشر له واک ناوړه استفاده کوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90675-د_امریکا_ولسمشر_له_واک_ناوړه_استفاده_کوي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید جو بایډن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه (۱) پیغام کښې ولسمشر ټرمپ له قدرت څخه په ناوړه استفادې او د پولیسو له تاوتریخوالي په ملاتړ تورن کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 11, 2020 00:48 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر له واک ناوړه استفاده کوي

زمونږ خبریال وايي د امریکا د روان میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندید جو بایډن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په یوه (۱) پیغام کښې ولسمشر ټرمپ له قدرت څخه په ناوړه استفادې او د پولیسو له تاوتریخوالي په ملاتړ تورن کړ .

د امریکا د ولسمشرۍ د روان میلادي کال په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن ولسمشر ټرمپ د دسیسې د توهم په تئورۍ تورن کړ او له یوه(۱) اعتراض کونکي سره د پولیسو د تاویخجن چلند په هکله قضاوت یې  غلط وباله او هغه یې د پولیسو له تاوتریخوالي ملاتړ وګاڼه .

د امریکا د بوفالو ښار پولیسو پینځه اویا (۷۵) کلن ښاریز چې  د تورپوستي جارج فلویډ د قتل پرضد اعتراضونو کښې یې ګډون کړی و سخت وواهه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د پولیسو دغه واضح تاوتریخوالي ته په غبرګون کښې ویلي وو بوډا سړی مریض و او هغه په قصدي ډول ځان په ځمکه غورځولی دی .

د امریکا ډیموکراټ ګوند د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې په ریپلیکن ګوند په تیره بیا په ولسمشر ټرمپ نیوکې زیاتې کړي دي .

خبرونه وايي چې د امریکا پولیسو له جارج فلویډ وروسته یو بل تورپوستی هم وژلی دی چې دغه چارې خلک نور هم پسې غوسه کړي دي .