د امریکا دغه ښاریز څومره ګڼ ویښتان لري
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90767-د_امریکا_دغه_ښاریز_څومره_ګڼ_ویښتان_لري
زمونږ خبریال وايي د امریکا ښاریز په ټوله دنیا کښې د زیاتو ویښتانو لرونکي سړي نړیوال ریکارډ مات کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2020 11:44 Asia/Kabul
  • د امریکا دغه ښاریز څومره ګڼ ویښتان لري

زمونږ خبریال وايي د امریکا ښاریز په ټوله دنیا کښې د زیاتو ویښتانو لرونکي سړي نړیوال ریکارډ مات کړ .

د امریکا د کیلي فورنا ایالت یو (۱) وسیدونکی بیني هارلیم نه یوازې په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې یو(۱) بریالی نفوذ لرونکی کس دی بلکې هغه په دنیا کښې د ترټولو سترو ویښتانو د لرونکي ویاړ او مقام هم ترلاسه کړی دی .

د امریکا دغه ښاریز بیني هارلیم په دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادي کال کښې هغه وخت مشهور شو کله چې د هغه د سر د ویښتانو عجیبه سبک او سټایل په اینټرنیټ سایټونو باندې خپور شو .

د امریکا د دغه ښاریز د لور د ویښتانو سبک او سټایل هم د خپل پلار په شان دی .

د سر د ویښتانو د خیال د ساتلو په هکله د امریکا د کیلي فورنی ښاریز بیني هارلیم وايي چې دې د خپلو ویښتانو لپاره په کور کښې جوړ شوي شیمپو ( shampoo) استعمالوي کوم چې له طبیعي شیانو څخه جوړ  وي .

هغه وايي چې زه د خپل د سر ویښتان د یوه(۱) بوټي په توګه ګڼم او څرنګه چې بوټي ته د غټیدا  او د ودې کولو لپاره د طبیعي خوراک ضرورت وي بیخي همدا ډول د انسان جسم او روح ته هم د خواړو اړتیا وي .