د امریکا دغه ښاریز څومره ګڼ ویښتان لري
زمونږ خبریال وايي د امریکا ښاریز په ټوله دنیا کښې د زیاتو ویښتانو لرونکي سړي نړیوال ریکارډ مات کړ .
د امریکا د کیلي فورنا ایالت یو (۱) وسیدونکی بیني هارلیم نه یوازې په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې یو(۱) بریالی نفوذ لرونکی کس دی بلکې هغه په دنیا کښې د ترټولو سترو ویښتانو د لرونکي ویاړ او مقام هم ترلاسه کړی دی .
د امریکا دغه ښاریز بیني هارلیم په دوه زره شپاړسم (۲۰۱۶) میلادي کال کښې هغه وخت مشهور شو کله چې د هغه د سر د ویښتانو عجیبه سبک او سټایل په اینټرنیټ سایټونو باندې خپور شو .
د امریکا د دغه ښاریز د لور د ویښتانو سبک او سټایل هم د خپل پلار په شان دی .
د سر د ویښتانو د خیال د ساتلو په هکله د امریکا د کیلي فورنی ښاریز بیني هارلیم وايي چې دې د خپلو ویښتانو لپاره په کور کښې جوړ شوي شیمپو ( shampoo) استعمالوي کوم چې له طبیعي شیانو څخه جوړ وي .
هغه وايي چې زه د خپل د سر ویښتان د یوه(۱) بوټي په توګه ګڼم او څرنګه چې بوټي ته د غټیدا او د ودې کولو لپاره د طبیعي خوراک ضرورت وي بیخي همدا ډول د انسان جسم او روح ته هم د خواړو اړتیا وي .