دامریکا ولسمشر جان بولټن لیونی او نالایق وباله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90830-دامریکا_ولسمشر_جان_بولټن_لیونی_او_نالایق_وباله
زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ چې اوس هم د پخواني ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د کتاب په خبریدا غصه دی د هغه سپکاوی وکړ .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 18, 2020 11:36 Asia/Kabul
  • دامریکا ولسمشر جان بولټن لیونی او نالایق وباله

زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ چې اوس هم د پخواني ملي امنیت د سلاکار جان بولټن د کتاب په خبریدا غصه دی د هغه سپکاوی وکړ .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې په نوي پیغام کښې د خپل ځان  په هکله د ملي امنیت د پخواني سلاکار جان بولټن د کتاب چې« ایشوا کونکی»  نومیږي خپریدا ته غبرګون کښې ولیکل د لیوني بولټن ډیر ستړی کونکی کتاب له دروغو او له دروغجنو کیسو ډک دی  .

د امریکا ولسمشر ټرمپ دې ته په اشارې سره چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن یو(۱) بیوقوف ، ، غم راوړونکی او بد اخلاقه سړی دی چې یوازې د جنګ غوښتونکی و ولیکل تر هغه ورځې پورې چې ما هغه له کاره لیرې کړ هغه زما په هکله ټولې ښې خبرې لیکلي دي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز په تیرې دوشنبې ورځ په سپینې ماڼۍ کښې په خبري کانفرنس کښې ویلي وو  په داسې بڼه کښې چې د ملي امنیت پخوانی سلاکار جان بولټن خپل کتاب خپور کړي نو د قانون خلاف ورزۍ به یې کړي وي .

د جان بولټن کتاب به چې د خپریدا په حال کښې دی د اوکراین ګیټ د جنجال او دغه راز له نورو هیوادونو سره د سپینې ماڼۍ د پردې شاته اقدامات ایشوا کړي .

د جان بولټن د کتاب د خپریدا د موضوع په ایشوا کیدا سره سپینې ماڼۍ په تیره بیا ولسمشر ټرمپ نیغ په نیغه د دغه کتاب د خپریدا د مخنیوي هڅه پیل کړي ده .

ټاکل شوي ده دغه کتاب د جون د میاشتې په درویشتمه (۲۳) نیټه خپور شي .