ټرمپ د جان بولټن ایشواګرۍ په قهر کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i90891-ټرمپ_د_جان_بولټن_ایشواګرۍ_په_قهر_کړی
د امریکې ولسمشر د ایشوا کونکي کتاب د خپرولو لپاره د خپل ملي امنیت د پخواني صلاحکار له اقدامه د قهر او غوصې په څرګندولو سره وویل: لیونې بولټن باید د محرمانه اطلاعاتو د خپرولو لپاره درنه بیه ورکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 21, 2020 03:02 Asia/Kabul
  • ډونلډ ټرمپ او جان بولټن
    ډونلډ ټرمپ او جان بولټن

د امریکې ولسمشر د ایشوا کونکي کتاب د خپرولو لپاره د خپل ملي امنیت د پخواني صلاحکار له اقدامه د قهر او غوصې په څرګندولو سره وویل: لیونې بولټن باید د محرمانه اطلاعاتو د خپرولو لپاره درنه بیه ورکړي.

ډونلډ ټرمپ بیګا په یو ټویټري پیغام کښې ولیکل: زما نظر بلآخره له ماتې خوړلي سیاسي صلاحکار اسټیو اشمیت سره یو شو چې هغه جان بولټن لیونې او یو داسې د کرکې وړ کس بللی چې له امریکې په ملاتړ کښې د خپلې دندې په ترسره کولو کښې یې ماتې خوړلې او ټینګار یې کړی چې هغه ته هیڅکله اجازه نه دي ورکول پکار چې په حکومت کښې بیاځلې فعالیت وکړي.

ټرمپ په دوام کښې ټینګار وکړ: بولټن چې ما بیرته راستون کړ او یو فرصت مې ورکړ، (په پراخه پيمانه) د محرمانه معلوماتو په خپرولو سره یې د قانون خلاف ورزي وکړه: هغه باید د دې کار لپاره درنه بیه ورکړي. دا کار هیڅکله دوباره تکرار نه شي.

ویل شوي چې د بولټن کتاب چې په راتلونکو ورځو کښې خپریږي، په کښې په یوکراین کښې د ډونلډ ټرمپ د اقداماتو او (یوکراین ګیټ) د رسوایۍ په شمول د هغه خلاف ډیر مهم اطلاعات شامل دي.

سره له دې چې سپينې ماڼۍ د دغه کتاب د خپریدو د مخنیوي پوره پوره هڅه وکړه خو د امریکې سیمه ایز قاضي رویس لامبرټ د یاد کتاب د خپریدو اجازه صادره کړه.