ورځپاڼو ته کتنه
د تهران او کابل چاپ د ځینو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
د تهران چاپ په ورځپاڼو کښې نن وړومبۍ ابرار ورځپاڼه راخلو چې په یو ستر سرټکي کښې یې د اسلامي انقلاب د سپاهِ پاسداران د مشر قومندان څرګندونې راخیستې دي او د دوي له خولې یې لیکلې دي: دښمنان اوس له مونږ سره د پوځي جنګ د پیلولو هوس نه کوي.
د خبر په تفصیل کښې راغلي چې جنرال حسین سلامي پرون د سپاه د ثار ا... قرارګاه د جانشین د درنښت او معارفې په دستورو کښې چې د یولړ پوځي قومندانانو او حکومتي چارواکو په شتون سره ترسره شوې، څرګنده کړه: د ایران اسلامي انقلاب په ستریدو دی او دا الهام بخښونکې انقلاب ورو ورو هم په جغرافیايي قلمرو کښې ژورتیا او پراختیا مومي او هم یې اصول او مفاهم پر انسانانو لا ژوریږي.
هغه زیاته کړه: څومره چې زمونږ اسلامي انقلاب وده کړې او کمال ته رسیدلې دی، دومره ورسره زمونږ دښمنان هم لاپيچلي شوي دي، هغوي د خطر احساس کوي او هڅه کوي چې د ایراني ولس او د هغو نورو ټولنو د ژوند ټولې برخې چې له اسلامي انقلابه الهام اخلي، په میدان جنګ بدل کړي.
هغه په دې خبرې سره چې نن سبا له دښمنانو سره د هراړخیزې جګړې په اوج کښې یو، وویل: د خدای په فضل نن سبا د دې ټاټوبي د ښځو او سړیو په ایثار، سرشیندنې، میړانۍ او هنرنمایۍ سره د جهاد زیاتره ډګرونه په دښمن باندې د غلبې او برلاسي په میدان بدل شوي دي.
*/*/*/*/*/*/*
د تهران چاپ ایران ورځپاڼې بیا ایران ته د افغانستان د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر حنیف اتمر د سفر او په تهران کښې یې د ایران د ملي امنیت د عالي شورا له منشي علي شمخاني سره د ملاقات خبر ته انعکاس ورکړی دی.
په خبر کښې لولو چې علي شمخاني پرون په تهران کښې د افغانستان د خارجه وزارت له سرپرست محمد حنيف اتمر سره په کتنه کښې د ايران لخوا له درې ميلينو زياتو افغان مهاجرينو قبلولوو او هغوي ته په خدماتي، خېرښيګړې، روغتيائي او د زدکړو به برخو کښې د مختلفو اسانتياو په وړاندې کولو سره له افغان ملت څخه د ايران د حکومت او ملت د ملاتړ په دوام تاکيد وکړ.
د ايران د ملي امنيت د عالي شورا سېکتر همدارنګ د هغو افغانانو چې په غېر قانوني توګه ايران ته داخل شوي وو په مړينې باندې د خواښينۍ په څرګندولو سره وويل: په داسې حال کښې چې د ايران پوليسو د دغې پېښې په رامنځته کېدو کښې هيڅ ډول رول نه دے لرلے،د د ځينو افغان چارواکو او رسنيو لخوا د يوې درنې او غېر مستند خبري فضاء رامنځته کېدل د حېرانۍ او خواښينۍ سبب شوي دي.
شمخاني زياته کړه، د ايران په خلاف د مطرح شويو ادعا ګانو په ردولو کښې نه انکارېدونکي مستندات شتون لري چې د افغان لوري لخوا د ارادې په صورت کښې له غېر رغانده فضاء څخه فراغت موندل کېدې شي.
د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست محمد حنيف اتمر هم په دغه کتنه کښې د کلونو په اوږدو کښې له افغان حکومت او ملت څخه د ايران له موثرو او هر اړخيزو ملاتړونو څخه په قدرونې سره تاکيد وکړ هيڅ يو دريم لوري ته به د دواړو هېوادونود خرابولو اجازره ورنه کړي.
حنيف اتمر د ايران او افغانستان د دښمنانو لخوا په ځينو ناقابل قبول اقداماتو چې له دغې پېښې څخه په ناوړې استفادې سره د افسوس په څرګندولو سره وويل، د کابل حکومت د خبرو اترو لخوا د دواړو هېوادونو ترمېنځ د موضوعاتو په هواري د کابل حکومت تاکيد کوي.
ښاغلي اتمر پرون په تهران کښې له دغې کتنې مخکښې د ایران د کورنیو چارو له وزیر عبدالرضا رحماني فضلي سره په ملاقات کښې هم له افغانستان څخه د ایران د وروګلویزو او همیشنیو ملاتړونو په قدرونې سره وویل د دواړو هیوادونو ترمینځ مسائیل او مشکلات باید په جرړه ایز ډول حل شي چې د جامع ملګرتیا د سند د موافقو په هکله د تهران او د کابل اړیکې ښې نتیجې ته ورسیږي .
حنیف اتمر په دې خبرې ټینګار سره چې د ایران او د افغانستان د جامعو ملګرتیاو سند په راتلونکو دریو (۳) میاشتو کښې نهايي کیږي وویل په ایران کښې د افغانستان د ښاریزو شتون او د دواړو هیوادونو د ښاریزو تګ راتګ باید قانوني وي .
د ایران د کورنیو چارو وزیر عبدالرضا رحماني فضلي هم په د غه کتنې کښې وویل د افغانستان او د ایران حکومتونه باید هڅه وکړي د قانوني تګ راتګ په لاره کښې ټول خنډونه ختم شي او د دواړو هیوادونو د ښاریزو د قانوني تګ راتګ لپاره اسانتیا برابره شي
*/*/*/
ښه ګرانو ملګرو! اوس هم راځو د کابل چاپ ورځپاڼو ته. کابل چاپ ورځپاڼو نن په بېلابېلو مسایلو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
مسیر
مسیر ورځپاڼې په دې پوښتنې سره خپله سرمقاله پیل کړې چې'د رسنیو قانون د تعدیل تر شا څه دي؟'
وړاندې راغلي، که څه هم حکومتي چارواکي ډاډ ورکوي چې د بیان ازادي نهګواښل کېږي او محدودیتونه نهلګول کېږي، خو په قانون کې راغلي تعدیلات په واضح ډول د محدودیتونو د زیاتولو معنی لري.
د سرمقاله لیکونکي په باور، د حکومت دغه ګام د اساسي قانون خلاف دی او د بیان د ازادۍ د محدودولو او استبدادي نظام پر لوري یو ګام دی.
د ملي یووالي په حکومت کې او بیا له هغه وروسته په دې نوي معاملهيي حکومت کې له ارګه هڅه دا ده چې حکومت استبدادي شي او له همدې امله ملي شورا بېمعنی شوې ده او همدارنګه مشرانو جرګه د ولسمشر د یو سکرتریت په شان عمل کوي، ولسي جرګه هم پڅه ده.ورځپاڼه لیکي، عدلي او قضايي بنسټونه هم پوره حکومتي شوي دي او هر څه چې ارګ ورته وايي، هغه کوي د لویې څارنوالۍ او سترې محکمې ډېرې کړنې سیاسي شوي او حقوق او قوانین پهکې څنګ ته شوي دي.
په سرمقاله کې وړاندې راځي، یوازنی ځواک چې پاتې دی، هغه رسنۍ دي چې په حکومت کې یې د ناقانونۍ، ظلم، فساد، ګډوډۍ او د حکومتي مشرانو د ناسمو سیاستونو په اړه دریځ درلود او خلکیې خبرول او د مسیر په باور، اوس ارګ هڅه کوي چې دا وروستی غږ هم غلی کړي.
هشت صبح
هشت صبح بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره په مرسته شویو پیسو کې د فساد په تړاو لیکنه کړې ده.
ورځپاڼه لیکي، که څه هم د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره لویه بودجه ځانګړې شوه، خو اوس داسې اسناد موجود دي چې اړوندو ادارو شفافیت په پام کې نهدی نیولی او هشت صبح ته راغلي اسناد په ګوته کوي چې د بودجې ځينې برخې حیف او میل شوې دي.
وړاندې راغلي، په خواشینۍ سره چې د دې ویروس له خپرېدو تر اوسه اړوندو ادارو خپل مسؤلیت سم ادا نهکړ او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
سرمقاله لیکونکي د عامې روغتیا وزارت له نوې رهبرۍ غوښتي چې په روغتیایي فعالیتونو کلک څار ولري او د فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي.
سرخط
سرخط ورځپانې لیکلي، د افغانستان په ځينو لیرې پرتو سيمو کې د کرونا ويروس له امله د لارو تر بندېدو او نورو بنديزونو لګېدو وروسته د پوليو يا د ماشومانو د ګوزڼ ويروس خپور شوی دی.
وړاندې راغلي، سږ کال په ډېری داسې سيمو کې چې يا د طالبانو تر واک لاندې دي، يا پهکې د کرونا له امله د ګوزڼ ضد واکسين بند شوی و، ګڼ شمېر ماشومان ګوزڼ وهلي دي.
د ورځپاڼې په وینا، په داسې حال کې چې له يوې خوا کرونا په درست هېواد خوله لګولې او له بلې خوا د طالبانو له امله په ډېری سيمو کې د ګوزڼ ضد واکسين نهکېږي، اندېښنې دي چې په افغانستان کې به د روان کال تر پايه ګڼ شمېر ماشومان ګوزڼ ووهي.
*/*
او د انګلستان بریتانیا مېل ورځپاڼې د خپل هېواد د یوه چارواکي په قول لیکلي چې نور به بریتانیايي پوځیان په افغانستان کې د جنګي جرمونو په ادعاوو نهتعقیبېږي.
مېل دا خبره د پخوانیو پوځیانو د چارو د وزیر جاني میرسر په قول په داسې وخت کې کړې چې د بریتانیا د سلطنتي پوځي پولیسو له لوري د یو شمېر تورنو کسانو دوسیې وتړل شوې.
ورځپاڼه وايي، د بریتانیا پر دفاع وزارت تور دی چې په افغانستان کې د جنایتونو د ادعاوو په څېړلو کې پاتې راغلی دی. په دغو ادعاوو کې په افغانستان کې د بریتانیايي پوځیانو له لوري د څلورو تنو د وژلو تور هم شامل دی چې د هغو په منځ کې د دوو تنو عمرونه د ۱۲ او ۱۴ کلونو ترمنځ ښودل شوي دي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر د جرمونو د نړیوالې محکمې پر ضد په دې خاطر یو فرمان صادر کړ چې دې محکمې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د جنګي جرمونو د تورونو په اړه پلټنې کولې.
د ولسمشر ټرمپ له اجرائیه فرمان سره سم، د جرمونو د نړیوالې محکمې پر کارکوونکو اقتصادي او ډیپلوماتیک بندیزونه او د سفر محدودیتونه لګول کېږي.
خو د جرمونو نړیوالې محکمې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه رد کړه چې د 'ایسيسي' پر هغو څارنوالانو چې په افغانستان کې جنګي جرمونه څېړي، بندیزونه لګوي.
د جرمونو نړیواله محکمه په ۲۰۰۲ کال کې جوړه شوه او امریکا له هغو هېوادونو څخه دی چې غړیتوبیې نهلري.