په کرونا د ککړو کسانو شمیر له لسو میلیونو واوښت
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91089-په_کرونا_د_ککړو_کسانو_شمیر_له_لسو_میلیونو_واوښت
په ټوله نړۍ کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر له لس میلیونو (یو کروړ) نه زیات شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 28, 2020 03:05 Asia/Kabul
  • په کرونا د ککړو کسانو شمیر له لسو میلیونو واوښت

په ټوله نړۍ کښې په کرونا وایرس د ککړو کسانو شمیر له لس میلیونو (یو کروړ) نه زیات شو

دWorldometers» ویب سایټ د احصائیو له مخې په ټوله نړۍ کښې په کوویډ-۱۹ وایرس د ککړو کسانو شمیر د لسو میلیونو له حده واوړیده او لاهم مخ په زیاتیدو دی.

په عین حال کښې په نړۍ کښې د کرونا له امله د مړو شمیر هم ۵ لاکو ته نزدې شوی او د وروستیو رپورټونو له مخې ۴ لکه او ۹۹ زره کسان د دې وبا له امله مړه شوې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان هم تیره جمعه داده شو چې لاهم د نړۍ ۹۰ فیصده خلک د کرونا وایرس په وړاندې زیان منونکي او له خطر سره مخامخ دي.