کرونا په نړۍ کښې نابرابرۍ او دروغ په ډاګه کړل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91584-کرونا_په_نړۍ_کښې_نابرابرۍ_او_دروغ_په_ډاګه_کړل
د ملګرو ملتو سرمنشي په نړۍ کښې په اقتصادي او روغتیايي نابرابریو باندې په نیوکې سره وویل چې کرونا دغه نابرابرۍ څرګندې کړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 19, 2020 02:09 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش
    د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش

د ملګرو ملتو سرمنشي په نړۍ کښې په اقتصادي او روغتیايي نابرابریو باندې په نیوکې سره وویل چې کرونا دغه نابرابرۍ څرګندې کړې.

د ایرنا خبري آژانس په لیکنه، انتونیو ګوتریش پرون په نړۍ کښې د نابرابریو د ختمولو غوښتونکې شو چې د کرونا وایرس په خپریدو سره له مخې زیاتې په ډاګه شوې دي.

ګوتریش په نړۍ کښې نابرابره اقتصادي نظام ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د نړۍ ۲۶ تنه ډیر شتمن کسان د ټولې نړۍ د نیمايي نفوسو په اندازه مال او پانګه لري او دغه نابرابري د کرونا ناروغۍ په خپریدو سره پوره معلومه شوه.