د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې
د تهران دپښتو خپرونې د انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتوسره ستاسو په خدمت کې یوو،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځينی ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ .
= د تهران ورځپاڼو په سر کې داهم کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،د ایران دمسافري الوتکېګواښل د امریکا د سرزورۍ او وروسته پاتیوالي او دنړیوالو قوانینو دخلاف ورزۍ یو بل سند دی چې باید ځواب ئې ووائي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،په نړیوالو چارو کې د اسلامي انقلاب د معظم لارښود سلاکارعلی اکبرولایتي د شهید جنرال قاسم سلیماني د وینې پر غچ اخستنې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود ټيڼګار د سیمې د راتلونکي یو تضمینونکی او سټراټژیک کار وبالۀ .
د وحشي صهیونیسټي رژيو ځينو سرچینو په پټو راپورونو کې خبر ورکړی ، د تیریګر صهیونیسټ رژيم لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو په سورئې کې د مقاومت د یوه قوماندان په شهادت پسې د لبنان د حزب ا... ولسی غورځنګ د غچ اخستو له ویرې د روسیې لمن ته لاسونه اچولي او ورڅخه ئې مرسته غوښتنې ده .
سی این این ټيلیویژنيچینل راپور ورکړی،د امریکا په پورټلینډ ښار کې د توکمپالنې په ضد د مظاهره او اعتراض کونکو دځپلو لپاره د ډونالډټرمپ د پټ پولیس او فیډرل ځواک په شتون اعتراضونه هماغه راز د وام لري ، او شخړې او اخ وډب تر دې حده رسیدلی چې په ځينو ځایونو کې پولیس بې وسه شوی او له هغو سیمو ئې پښې سپکې کړي دي . داپه د اسې حال کې دي دغه مظاهرې او اعتراضونه او همداراز د توکمپالنې د سمبولونو دمجسمو پر مځکه د نسکورولو اقدامات هماغه راز دوام لري او وئيل کیږي ، چې دغو چارو د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونوکو انتخاباتو کې د ډونالډټرمپ دبیرته کامیابیدا چانس تر ډیره حده پيکه کړی دی
له سیمې یوې ورآخوا ورځپاڼې القدس العربی د فلسطینیو ډ لو د همپالنې دمخنیوي لپاره د ابوظبئ د چارواکو په هڅو په نیوکو سره ټينګار کړی ، امارات ، د یوه خپلواکه فلسطیني هیواد دجوړولو لپاره د فلسطین دملت دخوبونو په له مینځه وړلو پسې دي .
د چین خارجه وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلي دي ،دامریکا په هیوسټن ښار کې د بیجینګ د کونسلګرۍ د بندولو لپاره د امریکائي حکومت دفرمان په غبرګون کې ئې له واشنګټنه غوښتني دي ،په چنګدو ښار کې دې خپله کونسلګري بنده کړي .
دا هم د تهران چاپ ورځپاڼو په دوام کې جام جم ورځپاڼه ده ، دغې ورځپاڼې پخپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي ، امریکا ګواکې عادته شوې ده وخت په وخت په خپلو ځینو کرغیړنو اقداماتو سره نړۍ ته بریښوي چې نړیوالو قوانینو او انساني اخلاقي معیارونو ته هیڅکله هم پابنده نه ده او هرکله ئې چې زړه وغواړي ،هرڅه کولی شي ، خو باید دغه تیریګر او سرزوري هیواد چارواکي دې پوهه شي ، چې دایران اسلامی جمهوریت هیڅکله هم دخپلو حقه حقوقو او خپلو انساني او اسلامی اصولو په اساس دهیچا تیری او ظلم نه مني او هر ډول تیری او ظلم کونکي ته کلک ځواب ورکوي او دا دې هم په یادوساتي چې د لبنان په لور دایران د مسافري الوتکې په لارې کې دخنډ جوړول به ورته ډير ګران پریوځي او که په دې اړه نړیوالو اورګانونو سملاسی اوجدي اقدام ونه کړ، نو دا د اسلامی جمهوری نظام حق دی چې دخپلو ملی ګټو او مصلحتونو پخپله دفاع وکړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې د سورئې پوځ او مقاومتي ځواک د تیریګر صهیونیسټي رژيم د توغندوي حملې مخه نیولې او دغه راز ئې د وحشي ډوله صهیونیسټي رژيم یوه بې پیلوټه الوتکه هم نسکوره کړې ده .
دعراق الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،په دیاله ولایت کې ئې د تکفیری ترهه ګرې ډلې داعش د ځينو پاتې جنایتکارو حمله ناکامه کړې او وئيل کیږي ، چې په دغو عملیاتو کې یوشمیر تکفیری ترهه ګر هلاک او کابو پنځلس نور هم ژوندي نیولي او دهغوي تجهیزات او وسایل ئې هم په غنیمت نیولي دي .
دعربستان دپاچا ملک سلمان جسماني وضعیّت په داسې حال کې ترینګلی ښودل کیږي ، چې د بني سعود کورنۍ دشهزادګانو ترمینځ دقدرت جنګ یو ځل بیا اوج ته رسیدلی او وئيل کیږي ، چې د ځينو شهزادګانو په خلاف محمد بن سلمان د ځپلو امر پخپله کړی دی .
د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان او بهرنیو عسکرو په ضد د وسلوالو کسانو حملې اوبمي چاودنې هماغه راز په زیاتیدا دي او داسې کومه ورځ نشته چې یو شمیر عام خلک پکې دخپلو بچیانو جنازې اوچتې نه کړي .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،په درستې نړۍ کې د کورونا منحوس ویروس خپریدا خطرناک اړخونه غوره کړي دي او وئيل کیږي ، چې که په راتلونکو څو میاشتو کې ددغه منحوس ویروس ضده واکسن او درمل پیدا نشي ، نو ښائي تر څو میلیونو پورې خلک خپل ژوند له لاسه ورکړی .
داهم د تهران چاپ قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ، د دایران داسلامی جمهوریت دپوځ مرستیال غږملونکي سردار حبیب ا.. .سیاري وئيلی نن سبا مونږ په پوځ کې داسې شی نه لرو چې له هیواده په بهر کې تولیديږي او مونږ ئې وارد کړو .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ، د ملګروملتو دسرمنشي ویندوي د ماهان ایئر دمسافري الوتکې چې لبنان ته روانه وه د سورئې په فضا کې دامریکا د جنګي الوتکو له خوا ورته د خنډ د رامینځةکیدا په باب په یوه نرم غبرګون کې د عامو خلکو د الوتونو د امنیت درعایتولو غوښتنه کړې ده .
ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د سیمې او افغانستان د چارو یوه کارپيژاند او تکړه شناندي پير محمد ملازهي وئيلي دي ، له دې وروسته چې روښانه شوې ده ، امریکایانو طالبانو ډلې ته له پوځي لارې ماته ورنکړل شوه ، نو په همدا وروستیو کې ئې د خبرواترو میز ته مخه کړې ، خو داسې ښکاري چې بیا به هم هیڅ په لاس ورنشي او دا یوه داسې سپیره هڅه ده چې دافغانستان ولس ته پکې هیڅ ګټه او ثبات نه ښکاري او دغه تیریګر هیواد (امریکا) هر چرته چې خپلې سپیرې پنجې ښخې کړي دي ، نو په هغه ځاي کې ئې تباهي ، ورانکارۍ کنډوالې او بربادۍ د هغې خاورې د اوسیدونکو په برخه کړي دي.. هغه وئيلي دي ، د افغانستان خلک او سیاستوالان په دې اند دي چې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ دتش په نامه سولې موافقه طالبانو ته د رواوالي ورکول او د افغانستان له جبۍ د امریکایانو ژغورل کیدا ته د لارې هوارول دي .
دعراق د پارلیمان یو ه استازي عامر الفایز د بغداد الیوم خبری سایټ سره په خبرو کې وئيلي دي زیاتره سیاسی ګوندونه او ډلې ټپلې د سعودي عربستان ته د دغه هیواد دنیول شوو ترهه ګرو درسپارلو مخالف دي او باید دعراق حکومت په دې اړه د پارلیمان اعتماد ترلاسه کړي .
د بحرین د ولسی پاڅون یوه روحاني او دیني مشر شیخ عیسی قاسم وئيلي دي ، د بحرین د آل خلیفه رژيم مخالفان به د خپل هیواد وضعیّت تر اصلاح پورې له ډګره بهر نشي .
د امریکا د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو لپاره د ډيموکراټيک ګوند کاندید جوزف بایډن وئيلي دي ،د ولسمشر په توګه به په لومړۍ ورځ امریکا ته دمسلمانانو دسفرونو ممنوعیّت لغوه کړم .
اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه موراخستي او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره حده د سولې او اوربند په موضوع لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي .
دکابل چاپ هشت صبح ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې د افغانستان په چارو کې دامریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره لیکلي،د وسله والو طالبانو په وروستیو بریدونو کې زیاتو عامو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرمقاله لیکونکي ادعاکړې چې ددغې ډلې د ژمنې پرخلاف،د دوی ګڼ شمېر بندیان له خوشې کېدو سره سم د جګړې ډګرونو ته ستانه شوي او دا لامل شوې چې جګړه نوره هم تاوده شي.
ورځپاڼې ټینګار کړی،چې د جګړې ښکېلې لوري باید له تاوتریخوالي لاس واخلي او له رامنځته شوې فرصت نه ښه ګټه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا دا ادعاوې په وار وار رد کړي او ویلي ئې دي، چې د جګړې لپاره کافي ځواک لري او اوس چې د سولې د بین الافغاني خبرو په لور روان دي ،اړتیا نه ویني چې خپل وسله وال زیات کړي.
= هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د لوی اختر په رانږدې کېدو سره د وسله والو طالبانو له لورې د اوربند په موضوع ټینګار کړی.
د سرمقاله لیکونکي په باور، که څه هم افغان حکومت له امريکا سره د طالبانو د پرېکړې له مخې د هغوی ۹۰ سلنه بندیان خوشې کړي، خو بيا هم طالب ډلې جګړه په همدې کچه نه ده درولې او نه ئې هم کمه کړې ده.
سرمقاله کې د خلکو دا غوښتنه رااخیستل شوې چې، سوله بايد د واک د وېش لپاره هدف نه وي، بلکې د مسئوليت د وېش په معنی ده.
سرمقاله لیکونکي، په اوسنيو حالاتو کې اوربند تر ټولو ستره اړتيا ځکه بللې چې لوي اختر را روان دی او تر لوي اختر پورې په پاتې ورځو کې تاوتريخوالي او د بې ګناه وګړيو وينه تويول، ستر او نه بخښوونکی جنايت دی.
ورځپاڼې دغه شان له وسله والو طالبانو غوښتنه کړې چې د سولې مذاکراتو د چمتوالي لپاره اوربند وکړي او ملت له دې سترې بد بختۍ وژغوري!
طالبان په کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان کړی و چې حکومت یې هرکلی وکړ او د اوربند تر څنګ یې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو بهیر هم چټک کړ او تر اختر ورسته یو ځل بیا د افغانستان له اکثرو ولایتونو د تاوتریخوالي د زیاتېدو او جګړې د پراختیا راپورونه ورکړل شول.
= ویسا ورځپاڼې هم په خپل سرمقاله کې د طالب بندیانو د خوشې کېدو په تړاو لیکلي دي.
وړاندې په سرمقاله کې، په دې اړه د طالبانو د قطر د دفتر وروستي ټویټ ته اشاره شوې چې لیکلي ئې دي،که افغان حکومت طالب بندیان خوشې کړي دوی به هم د حکومت بندیان خوشې او له اختر وروسته د بین الافغاني خبرو لپاره زمینه برابره شي.
خو په وینا یې چې حکومت د پاتې بندیانو خوشې کېدو ته چمتو نه دی او دغه بندیان جرمي دوسیې لرونکي ګڼي.
په سرمقاله کې، د افغانستان د ملي امنیت شورا د ویاند جاوېد فیصل له قوله ویل شوي چې، یو شمېر خوشې شوي طالب زندانیان بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
د ورځپاڼې په وینا، طالبان په داسې حال کې دا اعلان کوي چې په افغانستان کې ډېرېدونکی تاوتریخوالی او د بندیانو د خلاصون پر سر اختلافات د بین الافغاني مذاکراتو د نه پیلېدو یا ځنډېدو لامل شوي.