نړۍ یو ځل بیا د ساړۀ جنګ په لور روانه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i91951-نړۍ_یو_ځل_بیا_د_ساړۀ_جنګ_په_لور_روانه_ده
د روسیې دخارجه وزیر مرستیال ، د ختیځي اروپا له هیوادونو غوښتي ، پخپلې خاورې کې دې د امریکائي پوځیانو د کوربتوب د حق داخستو لپاره له سیالۍ ډډه وکړي ، ځکه له امریکا سره هرډول موافقه به تل پاتې نه وي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 02, 2020 09:29 Asia/Kabul
  • نړۍ یو ځل بیا د ساړۀ جنګ  په لور روانه ده

د روسیې دخارجه وزیر مرستیال ، د ختیځي اروپا له هیوادونو غوښتي ، پخپلې خاورې کې دې د امریکائي پوځیانو د کوربتوب د حق داخستو لپاره له سیالۍ ډډه وکړي ، ځکه له امریکا سره هرډول موافقه به تل پاتې نه وي .

زمونږخبریال راپور راکړ د روسیې مرستیال خارجه وزیر الیګذنډر ګروشکو  نن په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دي ،په اروپا کې  پوځي برلاسي ته درسیدو لپاره  هځې یو ویجاړونکی سیاست دی چې  حالات  د هماغه ساړۀ جنګ پړاؤ  په شان بریښوي .

 ګرشکو  په دې خبرې په ټينګار سره چې   د امریکائي پوځیانو دکوربتوب لپاره د ختیځي  اروپا د هیوادونو ترمینځ سیالۍ، د دوی امنیت نه زیاتوي ، وئيلی دي ، د ختیځي اروپا د هیوادونو دغه اقدام ، داروپا دملګرتیا او امنیتی ادارې د سیمې د درستو  هیوادونورواؤ ګټو ته د احترام په اساس  نه دی .

 د روسیې دخارجه وزیر مرستیال ، د ختیځي اروپا له  هیوادونو غوښتي ، پخپلې خاورې کې دې  د امریکائي پوځیانو  د کوربتوب  د حق  داخستو لپاره له سیالۍ ډډه وکړي ، ځکه  له امریکا سره هرډول موافقه به تل پاتې نه وي .

ګروشکو په دې خبرې په ټينګار سره چې  د اروپا دامنیت تامینیدا د روسیې له ګډون پرته ناممکنه ده وئيلي دي ، کله چې  د لویدیځي اروپا په هیوادونو کې له روسیې سره   د ملګرتیا ګروهنه دود شي ، نو احتمالا به د اروپا دلوئې وچې لپاره د  یوه پیاوړي امنیتی چوکاټ د رامینځةکولو په خاطر  د نوو  هلوځلو امکان  هم برابر شي .