د امریکا له اعتراض کونکو سره د پولیسو چلند بد دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92006-د_امریکا_له_اعتراض_کونکو_سره_د_پولیسو_چلند_بد_دی
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د استخباراتي کمیټۍ مشر ایډم شیف ( Adam Schiff,) نن د کورني امنیت وزیر چاډ ولف( Chad Wolf) ته په یوه (۱) لیک کښې وویل په پورټلینډ او نورو ښارونو کښې د توکمپالنې ضد ولسي اعتراضونو او خبریالانو سره د چلن د څرنګوالي په هکله لاس ته راغلي راپورونه ډیر اندیښمنونکي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 04, 2020 06:42 Asia/Kabul
  • د امریکا له اعتراض کونکو سره د پولیسو چلند بد دی

د امریکا د ولسي جرګې کانګرس د استخباراتي کمیټۍ مشر ایډم شیف ( Adam Schiff,) نن د کورني امنیت وزیر چاډ ولف( Chad Wolf) ته په یوه (۱) لیک کښې وویل په پورټلینډ او نورو ښارونو کښې د توکمپالنې ضد ولسي اعتراضونو او خبریالانو سره د چلن د څرنګوالي په هکله لاس ته راغلي راپورونه ډیر اندیښمنونکي دي .

ایډم شیف وویل د اعتراضونو په ځپلو کښې د امریکا د کورني امنیت د وزارت اقدامات د دغه وزارت له دودیزو ماموریتونو ورهاخوا دي .

په امریکا کښې د پولیسو په لاس د تورپوستي ښاریز جارج فلویډ په وژلې اعتراضونه اوس هم دوام لري .

د امریکا بیلابیلو ښارونو په تیره بیا پورټلینډ ته د اعتراض کونکو د ځپلو لپاره د فیډرال پولیسو د استولو لپاره د ولسمشر ترمپ فیصله د تاوتریخوالو د نور زیاتیدا سبب شوي ده .