د ایران په وړاندې منفي ډيپلوماسي د امریکائی چارواکو لالهاندي ده
د ایران په ضد د وسلو د بندیز د تمدیدولو امریکائي پریکړه لیک نن په امنیت شورا کې راي اخستنې ته وړاندې کیږي .
زمونږخبریال راپور راکړ په ویانا کې په نړیوالو اورګانونو کې د روسیې د ایمي استازي میخائیل اولیانف پخپل ټولنیز پیغام کې د ایران په وړاندې د امریکا دخارجه وزیر مایک پمپئو په ادعا په نیوکو سره لیکلی دي ،د ایران په ضد د زیاتره دباؤ سیاست له ډيپلوماسۍ سره هیڅ ا رتباط نه لري .
اولیانف همداراز د ایران په ضد د وسلو د بندیزونو د تمدیدیدا په باب د فارس خلیج د ملګرتیا شورا په غوښتنې د امریکا د خارجه وزیر خوشالیدل بې ارزښته خبره بللې او وئيلي ئې دي ،باید له نړیوالو مقرراتو او اصولو لیرې هیڅ یوې خبرې ته اهمیّت ورنکړل شي .
د فارس خلیج د ملګرتیا شورا منشي وړمه ورځ دملګروملتو امنیت شورا ته دیوه لیک په لیږدلو سره اسلامی ایران په سیمې کې په ورانکارو فعالیتونو تورن کړی او د ایران په ضد ئې د وسلو د بندیز دتمدیدولو غوښتنه کړې ده .د ایران په ضد د وسلو د بندیز د تمدیدولو امریکائي پریکړه لیک نن په امنیت شورا کې راي اخستنې ته وړاندې کیږي .د ایران دخارجه وزارت ویندوي عباس موسوي د فارس خلیج د ملګرتیا شورا د عمومی منشي دغه لیک د امریکا چاپلوسي بللې او وئيلي ئې دي ،دفارس خلیج دملګرتیا شورا ځيني غړي هیوادونه دي چې سیمه ئې د وسلو په انبار بدله کړې ده او اوس غواړي د امریکا په چاپلوسۍ سره خبرې په نورو وتپي .
چین او روسیې په ډاګه وئيلي دي ، دایران په ضد د وسلو د بندیز دتمدیدولو پریکړه لیک به په چورلټ ډول ویټو کړي .