چین د کورونا ضدواکسین د جوړولو خبر ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92298-چین_د_کورونا_ضدواکسین_د_جوړولو_خبر_ورکړ
په ورته مهال په چین کې د معنوي ملکیت سازمان ویلي د دغې کمپنۍ له لوري د لومړني واکسین د جوېدو د ثبت امتیاز هم کان سینو کمپنۍ ته ورګرځي چې واکسین به یې په خلکو وویشل شي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 17, 2020 08:00 Asia/Kabul
  • چین د کورونا ضدواکسین د جوړولو خبر ورکړ

په ورته مهال په چین کې د معنوي ملکیت سازمان ویلي د دغې کمپنۍ له لوري د لومړني واکسین د جوېدو د ثبت امتیاز هم کان سینو کمپنۍ ته ورګرځي چې واکسین به یې په خلکو وویشل شي.

د چینايي رسنیو د راپورونو له مخې په چین کې د کان سینو د دوا جوړونې یوې کمپنۍ ویلي چې په دغه هېواد کې یې  کورونا ضد واکسین جوړ کړی دی.

په ورته مهال په چین کې د معنوي ملکیت سازمان ویلي د دغې کمپنۍ له لوري د لومړني واکسین د جوېدو د ثبت امتیاز هم کان سینو کمپنۍ ته ورګرځي چې واکسین به یې په خلکو وویشل شي.

د سرچینې  سرچینود راپور له مخې دغه واکسین د یادې کمپنۍ د عفوني ناروغیو د یوه متخصص چن وي تر نظارت لاندې جوړ شوي دي.

راپور د چین د حکومت په حواله لیکلي که په یاد هېواد کې د کورونا بله څپه خپره شي، په ډېرې تېزۍ سره به د دغه ویروس د کنټرول لپاره به یاد واکسین تولید شي.

په راپور کې دغه راز زیاته شوې، چین دغه جوړ کړی واکسین په څو میاشتو کې د ازمویښت له پړاونو تېر کړی دی.

چینايي متخصیصین وايي، په دې برخه کې په لا ډېرو تحقیقاتو بوخت دي.

تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي وو، چې هېواد یې د کورونا ویروس لپاره بریالي واکسین جوړ کړي، چې د روغتیايي ادارو له خوا هم تایید شوي دي.

د ښاغلي پوتین په خبره جوړ شوي واکسین یې په خپله لور ازمايلي چې نتیجه یې مثبته ده.