ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره مناسب انتخاب نه دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92366-ډونالډ_ټرمپ_د_ولسمشرۍ_لپاره_مناسب_انتخاب_نه_دی
زمونږ خبریال وايي د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره ډیر نامناسب انتخاب وباله .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 20, 2020 12:06 Asia/Kabul
  • ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره مناسب انتخاب نه دی

زمونږ خبریال وايي د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما اوسنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره ډیر نامناسب انتخاب وباله .

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما د ډیموکراټ ګوند د ملي کنونشن غړیو ته په وینا  کښې چې د ویډیو کانفرنس له لارې وشوه ولسمشر ترمپ په سپینې ماڼۍ کښې د ولسمشرۍ د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره ډیر نامناسب انتخاب وباله او ویې ویل د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن ته رایې ورکول په امریکا کښې د ډیموکراسۍ د بقا د ډاډ لپاره کاملا ضروري دي .

باراک اوباما دغه راز اوسنی ولسمشر ټرمپ د کورونا ویروس له کبله د امریکا د یولک اویا زره (۱۷۰۰۰۰) کسانو د مړینې مسول وباله او ویې ویل د هغه کړچار د میلیونو کار کسبونو د له مینځه تلو او د سختې اقتصادي ځوړتیا سبب شوی دی .

د امریکا پخواني ولسمشر باراک اوباما وویل د اوسني ولسمشر ټرمپ کړچار سبب شو چې په هیواد او په خارج کښې ډیموکراټیک اصول له مینځه ولاړ شي .