ازبکستان د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i92400-ازبکستان_د_بین_الافغاني_خبرو_کوربه_توب_ته_تیار_دی
تسنیم خبري اژانس وايي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت د خبرو د کوربه توب کولو لپاره د مساعدې فضا د رامینځته کولو لپاره د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2020 00:03 Asia/Kabul
  • ازبکستان د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته تیار دی

تسنیم خبري اژانس وايي د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د طالبانو ډلې او د افغانستان د حکومت د خبرو د کوربه توب کولو لپاره د مساعدې فضا د رامینځته کولو لپاره د خپل هیواد د چمتووالي خبر ورکړ .

د ازبکستان د باندنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف او د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست حنیف اتمر په ټیلي فوني خبرو کښې د سولې د بهیر ، د سولې د مشورتي لوې جرګې د فیصلو ، د پاتې بندیانو د خوشي کولو ، د اووربند د ټینګولو د ضرورت  او د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا او د سولې د بهیر په هکله د سیمه ییزې او د نړیوالې اجماع د اهمیت په  باره کښې  خبرې وکړې .

کاملوف په دغو خبرو کښې د بین الافغاني خبرو اترو د کوربه توب او د خبرو اترو لپاره د مساعدې فضا د رامینځته کولو لپاره د سمرقند په چمتووالي ټینګار وکړ .

د ویلو ده چې په ازبکستان سربیره مخکې ایران، جرمني ، ناروي ، روسیې ، چین ، ترکیې ، ترکمنستان ، قزاقستان ، قطر ، انډونیزیا او جاپان هم د بین الافغاني خبرو اترو د کوربه توب لپاره خپل چمتووالي اعلان کړي دي .