بایډن:
ټرمپ په امریکا کښې تشدد زیاتوي
د امریکې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د ډیموکراټانو کاندید، د دغه هیواد اوسنې ولسمشر د ناکراریو او تاوتریخوالو د زیاتیدو ذمه وار وباله.
د روان کال په نومبر کښې د ترسره کیدونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د تشدد په سختولو او په خطر کښې د کورني امنیت په اچولو تورن کړی دی.
جوبایډن په امریکا کښې په توکمپالنې باندې د معترضانو خلاف د ټرمپ په دریځنیونې نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه تاوتریخوالي راپاروي، سپین پوستي غوره ګڼي او د کرونا د خپریدو په وړاندې یې ناکامي هره ورځ د زرګونو امریکایانو د سر په بیه تمامیږي.
بایډن زیاته کړه چې د ټرمپ په امریکې کښې د امنیت احساس نشته.
د ویلو ده چې د واشنګټن ښار زرګونو ښاریزو پرون په امریکې کښې په روانې بې انصافۍ، توکمپالنې او د پولیسو په تشدد باندې په اعتراض کښې پراخې مظاهرې وکړې. د امریکې په نورو ښارونو کښې هم ورته مظاهرې روانې دي.