ورځپاڼو ته کتنه ۲۳-۶-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو خبرونو ته ستاسو پام راوګرځوو:
په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلوو، دغې ورځپانې وليکل: د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير په امنیت شورا کښې د سینټ وینسنټ د اصولي دریځونو قدرونه وکړه، محمد جواد ظريف د امریکې د نړیوالو اصولو او حقوقو د خلافو او غیرقانوني تحرکاتو په رد کښې په امنیت شورا کښې د سنټ وینسنټ Saint Vincent هیواد د اصولو دریځونو مننه او قدرونه وکړه.
محمد جواد ظریف د سینټ وینسټ Saint Vincent د بهرنیو او د نړیوال تجارت د چارو له وزیر لوئیس سټراکر سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دواړو هیوادونو د علاقې وړ موضوعات په هکله د نظر تبادله وکړه.
----------
د تهران چاپ ايران ورځپاڼې وليکل: ایران د بحرین او د اسرائیلو د تعلقاتو بحالېدل سخت وغندل. د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبر پاڼه کښې وویل د بحرین حکومت په یوې بنیادي غلطۍ کښې له خپلو خلقو د روا والي د ترلاسه کولو په ځاے له بده مرغه خپل ولس ته په شا کولو او په یو شرمونکي اقدام سره د قدس د نیواکګر رژیم غیږې ته پناه وړې ده او د فلسطین شریف ایډیل یې د امریکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو قرباني کړے دے .
د ایران د بهرنيو چارو وزارت بیانیه زیاتوي د بحرین واکمنان به له دې وروسته په فلسطین او سیمه کښې د وینې د تویدو ، ټرور ، جنګ ، وژلې او د تاوتریخوالو د لسګونو جرړو او په اسلامي دنیا او سیمه کښې د امنیت د دائمي ګواښ د سرچینې په توګه د صهیونیسټ رژیم په جنایتونو کښې شریک وي .
ورځپاڼې همدارنګ د بحرېن د جمعيت عمل اسلامي ګوند په حوالې سره ولیکل: له اسرائيلو سره د بحرېن د حکومت تعلقات بحالول يو ستر جنایت دے.
د بحرین جمعیت عمل اسلامي ګوند پرون د منامې او تل ابيب د تعلقاتو بحالېدو په غبرګون کښې وویل صهیونیسټ رژیم اوآل خلیفه رژیم د خلقو په ځپلو او تباه کولو ، د تاریخ په جعلي کولو او د ترهګرۍ په کارولو کښې یوبل ته يوشان والې لري .
د بحرین جمعیت عمل غورځنګ په اسلامي او عربي ملتونو او د نړۍ په ټولو پتیالیو غږ وکړ چې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندولو لپاره له قانوني او ډيپلوماټیکو لارو دباو راوړي .
--------
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزارت په نقل سره وليکل: بهرني ځواکونه د افغانستان د جنګ اصلي علت دے.
د ایران خارجه وزارت نن په یوه بیانیه کښې وویل په افغانستان کښې ټول مسائل او شخړې د خبرو اترو له لارې د حل وړ دي او د بهرنيو فوځيانو په ذمه دارانه ډول وتل په دغه هیواد کښې صلحې او امنیت ته د رسیدو لپاره نه انکارېدونکی حقيقت دے .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت بیانیه زیاتوي تهران هیله من دے چې طالبان او سیاسي ډلې د مذهبي او د قومي اقليتونو د حقوقو ، د ښځو د کرامت او حقوقو او د پراخ بنسټه سیاسي ګډون ، د ولسواکه جوړښتونو او د اساسي قانون په شمول د افغانستان د خلقو د ارزښمنو بریاو په ساتلو سره پایداره موافقې ته ورسیږي چې د هیواد د صلحې ، ارامښت ، هوساینې او د خلقو د نیکمرغۍ سبب شي او په خپل وار سره د دې سبب شي چې افغان کډوال خپل هیواد ته بیرته ستانه شي او د افغانستان په ترقۍ ، ودې او بیا رغونې کښې خپله ونډه او رول ولوبوي .
-------
د تهران يوې بلې کېهان نومې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په حوالې سره وليکل: د بحرین واکمن دې د قدس د آزادۍ د مجاهدينو د سخت انتقام په انتظار کښې اوسي.
د ایران د اسلامي انقلاب دپاسدارانو لښکر د بحرین او صهیونیسټ رژیم ترمینځ د سفارتي تعلقاتو د ټینګښت په غندلو سره وویل: د بحرین جلّاد واکمن دې د قدس د آزادۍ د مجاهدينو او د دغه هیواد د غیرتي مسلمان ولس د سخت انتقام په تمه ووسي.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره تاکيد وکړ چې له صهیونیسټ رژیم سره د تعلقاتو په ټینګښت کښې د آل خلیفه رژیم شرمناک اقدام چې د بحرین د مسلمانو خلقو د ارادې او آرمان خلاف ترسره شوے دے، یوه ستره بې عقلي او له هر ډول رواوالي خالي دے.
-------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼو ته لاس کړوو چې په سر کښې جنګ ورځپانه راخلوو، دغې ورځپاڼې په خپله شه سُرخۍ کښې وليکل، د افغانستان د بين الافغاني صلحې د خبرو اترو دواړه لوري کلک هوډ لري، د طالب ډلې ټيم د خبرو اترو په وړومبۍ ورځ په افغانستان کښې د اسلامي نظام د نفاذ او د افغان حکومت ټيم د مکمل جنګ بندۍ غوښتنه وکړه.
ورځپاڼې د پاکستان د خارجه وزير شاه محمود قرېشي له قوله وليکل، د افغانستان مسئله فوځي حل لاره نه لري نړيوالې ټولنې د پاکستان موقف منلی دے اوس پکار دي چې مناسبت کردار ادا کړي.
ورځپاڼې د پاکستان د خارجه وزارت په حوالې سره وليکل، د فلسطین متعلق د پاکستان په موقف کښې هيڅ بدلون نه دے راغلی،د اېشيا په لويديځ کښې د امن او امان استحکام د پاکستان ترجيح ده. د پاکستان د خارجه وزارت په خبرپاڼه کښې راغلي چې په موجوده حالاتو کښې د پاکستان موقف د فلسطينيانو د غوښتنو او حقوقو د حاصلولو په تناظر کښې دے.
-------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې وليکل، ايران، ترکي او فلسطين له اسرائيلو سره د بحرين د تعلقاتو بحالول سخت وغندل، او اعلان يې وکړ چې د صهيونېسټ رژيم په جرائمو کښې به بحرېن حکومت پوره شريک ګڼل کيږي. له بلې خوا د مصر ولسمشر بحرين ته له اسرائيلو سره د تعلقاتو په بحالولو مبارکي وويله.
ورځپاڼې د قومي وطن پارټۍ د مشر آفتاب احمد خان شېرپاو له قوله وليکل، د بين الافغاني خبرو اترو کاميابي به د ټولې سيمې په ګټه وي.، هغه زياته کړه مونږ د دوحې د بين الافغاني خبرو اترو ملاتړ کوو او په دې سره به په افغانستان کښې د جنګ بندۍ او امن و امان د ټينګښت لاره هواره شي.
----
د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې د سوريې د رسنيو له قوله وليکل، د سوريې په حلب باندې د اسرائيلو جنګي الوتکو د بمبارۍ له کبله اوه تنه ووژل شول او په لسګونو نور ژوبل شول. د ورځپاڼې د خبر له مخې اسرائيلي سرچينو په دې اړه څه نه دي ويلي.
----------
دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې ،
کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په قطر کې د سولې بینالافغاني خبرو اترو پرانیست غونډې باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.
مسیر ورځپاڼې په دوحه کې د بینالافغاني خبرو پیل ته په اشارې لیکلي، دا روښانه ده چې خبرې به سختې او پېچلې وي او ډېر وخت به ونیسي، خو په وینا یې مهمه دا ده چې خبرې دوام وکړي او پرمختګونه پهکې وشي.
سرمقاله لیکونکي سپارښتنه کړې چې پهکار ده دواړه اړخونه پیل له ساده او هغو ټکو وکړي چې اختلاف پهکې کم دی او په وینا یې د دې ترڅنګ د غوښتنو مطرح کول او منل باید یو اړخیز نهوي، پهکار ده چې دواړه لوري ومني چې که یو څه ترلاسه کوي، نو یو څه به له لاسه ورکوي او همدا د خبرو او جوړجاړي ځانګړنه ده.
ورځپاڼې ټينګار کړی چې د افغانستان خلک تمه لري تر هر څه وړاندې پر اوربند توافق وشي او حکومت هم له وړاندې دا غوښتنه کړې ده.
------
هېواد دولتي ورځپاڼې هم ټينګار کړی چې د سولې لړۍ دې ښه مديريت او نړيوال دې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی وکړي.
وړاندې راغلي چې د افغانستان حکومت او طالبان بايد داسې سياسي جوړجاړي ته ورسېږي چې نړيوالو ته د منلو وړ وي.
لیکوال د سرمقالې په دوام له دې پروسې د یو شمېر هېوادونو ملاتړ ته هم اشاره کړې او ټيڼګار یې کړی چې دلته څو خبرې مهمې دي چې باید ورته پام وشي.
د سرمقاله لیکونکي په باور، لومړی دا چې د سولې خبرې بايد ښې مديريت شي او افغان حکومت ښه او غوره ګټه ترې پورته کړي او دوهم څه چې ورځپاڼې پرې ټينګار کړی هغه دا دی چې طالبان بايد د افغان ولس غوښتنو ته درناوی وکړي او د سولې لپاره د ښه نيت ښکاره کولو په موخه اوربند وکړي، ځکه په وینا یې دا اوربند هم د افغان ولس غوښتنه ده او هم د نړيوالې ټولنې، له دې پرته نه سوله کېږي او نه هم د سولې لپاره مذاکرات پر مخ تللی شي.
-----------
هشت صبح د سولې پرانیست غونډې په تړاو ویلي چې دا د افغانستان د سولې له پروسې د نړیوالې ټولنې بېساری ملاتړ و چې ترسره شو.
وړاندې راغلي چې د افغانستان په تړاو د نړیوالو هېوادونو وېره دا ده چې اوسنۍ نظم لهمنځه لاړ نهشي، نو ځکه په وینا یې چې د قطر په پرانیست غونډه کې د ۱۳ هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په خپلو بیانیو کې د افغانستان د بشري حقونو، لاسته راوړنو او جمهوري نظام څخه ملاتړ اعلان کړ.
د سرمقاله لیکونکي په باور، د دوحې پرانیست غونډې افغانانو ته هیلې راټوکولې او تمه لري چې دا ناستې دایمي سولې ته زمینه برابره کړي.