اروپائي اتحادیه د نړیوالې ایټمي موافقې ژمنتیا ؤ ته پابنده ده
اروپائي اتحادئې او اروپائي ټرائيکا له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د امریکا د غیر قانوني وتلو وروسته ژمنه کړې وه چې دایران د اقتصادي ګټو په تضمینولو سره دغه موافقه ساتي ، خو تر دې دمه ئې ددغې نړیوالې ایټمي موافقې دساتلو لپاره ورکړل شوي ژمنې په یوه مورد کې هم نه دي عملی کړي چې دغې چارې د اروپائي اتحادئې خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوستي ده .
د اروپائي اتحادئې ا ستازي سټیفن کلمنټ د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس په واکمنې شورا کې په دې ادعا سره چې داروپائي اتحادئې غړو هیوادونه په نړیوالې ایټمی موافقې کې خپلو ژمنتیاؤ ته پابنده دي ، د ایران دیورانیمو دزیرمو په زیاتیدا ئې اندیښنه ښودلې ده .