د امریکا ولسمشر ټرمپ ظالم سړی دی
زمونږ خبریال وايي د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف یوځل بیا د سوریې د تیلو د چورتالان کولو لپاره د امریکا د تیلو له یوه(۱) شرکت سره د سورېې د ډیموکراټیکو ځواکونو (قسد) په نوم د سوریې د کرد ملیشا ځواکونو د تړون لاسلیک کیدل وغندل .
هغه پرون له ریانووستي خبري اژانس سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې نوموړی تړون د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ده وویل امریکا د سوریې کردان بیلتون غوښتنې ته هڅوي او د سوریې له حکومت سره خبرو اترو ته ورګډیدا لپاره د هغوې د طبیعي غوښتنې خنډ کیږي .
د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف په دې خبرې سره چې امریکا د سوریې په ختیځ کښې د کردانو د مسلې د لا پسې د خرابولو هڅه کوي وویل د فرات سیند په ختیځ سیمه کښې حالات د ا مریکا د ترهګرو عسکرو د دیره کیدا په دلیل اندیښمونکي دي .
هغه وویل د سوریې د ځکمنۍ بشپړتیا له نظره په سیمه کښې د امریکا د عسکرو شتون د کردانو په مسلې کښې د التهاب د رامینځته کیدا سبب کیږي .