چین د امریکا په انتخاباتو کښې هیڅ لاسوهنه نه کوي
فارس خبري اژانس وايي د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ ون بین د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د پیکینګ لاسوهنه رد کړه .
هغه د چین پرضد د امریکا تورونو ته په غبرګون کښې وویل پیکینګ تل د هیوادونو په کورنیو چارو کښې د نه لاسوهنې د اصولو پیروۍ کوي او د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې لاسوهنې هیڅ ګټه نه پورته کوي .
د چین د بهرنیو چارود وزارت ویاند وانګ ون بین دغه راز په امریکا غږ وکړ د پیکینګ په کورنیو چارو کښې دې لاسوهنه بنده کړي او د چین پرضد دې د بې اساسه تورونو له لګولو لاس واخلي .
د چین د خارجه وزارت د ویاند دغه څرګندونې د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت د سلاکار رابرټ اوبراین ادعا ته غبرګون دی چې ویلي وو د چین هیکرانو د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کښې د واشنګټن د انتخاباتو په بیخ بنایانو حملې کړي دي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ هم واک ته له رسیدا سره سم د چین پرضد دښمانه کړچار ته دوام ورکړی دی .