بایډن باید له ولسمشر ټرمپ سره مناظره ونکړي
زمونږ خبریال وايي د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسي پیلوسي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند له کاندید جوبایدڼ څخه وغوښتل چې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د انتخاباتو په مناظرې کښې ګډون ونکړي .
هغې بیګا د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په مناظرو کښې د نوامبر د میاشتې د ولسمشرۍ په ټول ټاکنو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن د شرکت په هکله وویل تر هغه وخته پورې چې ولسمشر ټرمپ د هیواد اساسي قانون ته ژمن نه دی جو بایډن باید په دغو انتخاباتي مناظرو کښې ګډون ونکړي .
نانسي پیلوسي مخکې هم له جوبایډن غوښتي وو له ډونالډ ټرامپ سره له مناظرې ډډه وکړي او دا ځل یې هم دغه غوښتنه تکرار کړه .
خو د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن ویلي دي چې له ولسمشر ټرمپ سره د انتخاباتو په مناظرو کښې ګډون کوي .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ او د جوبایډن د انتخاباتو لومړنۍ مناظره د راتلونکي اونۍ په چهارشنبې ورځ ترسره کیږي .