د ایران د اټومي موافقې ساتل ضروري دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93171-د_ایران_د_اټومي_موافقې_ساتل_ضروري_دي
فارس خبري اژانس وايي د اروپايي شورا مشر شارل میشل د ایران له اټومي موافقې د اروپايي اتحادیې په بشپړه ملاتړ ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 26, 2020 01:05 Asia/Kabul
  • د ایران د اټومي موافقې ساتل ضروري دي

فارس خبري اژانس وايي د اروپايي شورا مشر شارل میشل د ایران له اټومي موافقې د اروپايي اتحادیې په بشپړه ملاتړ ټینګار وکړ.

هغه پرون د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ په پینځه اویایمې (۷۵) غونډې کښې د ویډیو کانفرنس له لارې وینا کښې د اټومي تړون ساتل ضروري وبلل او ویې ویل اټومي تړون هماغه راز د سیمې د امنیت لپاره مهم عنصر دی .

د اروپايي شورا مشر شارل میشل له اټومي تړون د ملاتړ په ترڅ کښې وویل دغه تړون د ملګروملتونو د امنیت شورا ۲۲۳۱ پریکړه لیک تائید کړی دی او هماغه راز به دوام ولري .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال د مي د میاشتې په اتمه (۸) نیټه په یواړخیزه ډوله په  اټومي تړون کښې د واشنګټن د کړیو ژمنو په خلاف ورزۍ کولو سره له دغه نړیوال تړون ووت او د ایران پرضد یې د بندیزونو له سره پیلول اعلان کړي او د نړۍ هیوادونو د ټرمپ دغه اقدام په کلکه غندلی و .