د امریکا ولسمشر د خلکو د ویرولو هڅه کوي
رویټرز خبري اژانس وايي د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د غیر رسمي څارني لپاره له خپلو پلویانو د امریکا د ولسمشر ټرمپ له غوښتنې وروسته د رایو ورکولو د ویرولو لپاره اندیښنه زیاته شوي ده .
د امریکا د ډیموکراټ ګوند او خپلواکه انتخاباتي کارپيژاندو پرون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په حوزو کښې د شتون او د رایو د اچولو په بهیر د څارنې لپاره له خپلو ملاتړو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه وغندله .
د امریکا کارپیژاندي باوري دي د ولسمشر ټرمپ دغه غوښتنه په تلویحي توګه د رایو ورکونکو په غیر قانوني ډول تر رعب لاندې راوستل دي .
د امریکا ډیموکراټ ګوند د خپلو مخالفو رایو ورکونکو د ویرولو لپاره په هڅې د ولسمشر ترمپ په تورنولو سره ټینګار کړی دغه اقدام غیر قانوني دی او د قانوني تعقیبونې وړ دی .
د امریکا د ولسي جرګې کانګرس مشرې میرمن نانسي پیلوسي هم ویلي دی ولسمشر ټرمپ د خلکو د ویرولو په حال کښې دی .
د امریکا د ولسمشر ټرمپ له دغه غوښتنې وروسته د خارجي اړیکو د شورا مشر ریچارډ هاس وویل ټول والیان او په تیره بیا د مهمو ولایتونو والیان باید چمتو ووسي او د رایو د اچولو د مرکزونو دساتنې لپاره ملي ګارډ وروبولي .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په ځلونو د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په درغلۍ د ډیموکراټ وند په تورنولو سره ادعا کړي ده چې د درغلۍ په بڼه کښې به واک چا ته ونه سپارم .