په ډونالډ ټرمپ باندې د جوبایډن د بریالیتوب احتمال شوی
Oct 17, 2020 02:31 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس وايي په امریکا کښې د نظر سنجیو نوي نتیجې په عمومي افکارو کښې د ولسمشر ټرمپ د حالاتو د خرابیدا ښودنه کوي .
د امریکا د ملي عمومي راډیو ، د پي بی ایس ټیلي ويژن او د کالج مارست ګډه نظر سنجې د دې ښودنه کوي چې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د ولسمشر ټرمپ په مقابل کښې د خلکو زیات ملاتړ جلب کړی دی .
د امریکا دوه پنځوس (۵۲) فیصده احتمالي رایوورکونکو وویل چې د ولسمشر ټرمپ ولسمشرۍ ناکامه ده او پینځه څلویښت (۴۵) فیصده خلکو هم هغه بریالی بللی دی .
د امریکا ډیرو ځوابونو ورکونکو د ټرمپ لپاره د نالایق او د جوبایډن لپاره له صادق ټکي استفاده کړي ده .
ټیګونه