ورځپاڼو ته کتنه ۶-۸-۹۹
ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:
په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه راخلو چې د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې د مشر له قوله ليکي:
ړيوال صهيونېزم د رسول اکرم (ص) په شان کښې د سپکاوي پلانونکے او لارښونکے دے.
د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشرد خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د سپکاوي په غندلو سره هغه د ماډرن جاهليت نښه وبلله.
ډاکټر علي اکبر ولايتي په يوې بيانيې کښې وويل، د رسول اکرم (ص) شان کښې د سپکاوي نړيواله غندنه پکار دے د دغه سپکاوي کونکې نشريې د بندېدو او مخنيوي سبب شوې وې، خو د فرانسوي حکومت دوه رنګه معيارونه د دې سبب شول چې له شرکه ډک او دين مخالفت تفکر د دغه هېواد په تربيتي نظام کښې هم رسوخ کړے، څرګند شوے او تبليغيږي.
د اسلامي بېدارۍ د نړيوالې ټولنې مشر تاکيد وکړ، د اسلام خوښونې او اسلام قبلونې مخ په زياتېدو وده د دې سبب شوه چې د دغه سپېرۀ حرکت لارښونکي او واکداران په ډاګه مېدان ته راودانګي او خپله حقيقي او له شرمه ډکه څېړه رسوا کړي.
ورځپاڼې همدارنګ د ايران د اسلامي شورا د جرګې د مشر له قوله وليکل: د اسلام د دښمنانو مکر به خپله هغوي ته ستون شي.
د ايران د اسلامي شورا د جرګې مشر د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د فرانسې د واکمنانو د سپکاوي په غندلو سره تاکيد وکړ، د اسلام د دښمانو مکر به خپله هغوي ته ستون شي.
محمد باقر قاليباف پرون د اسلامي شورا د جرګې څرګنده غونډه کښې وويل، له رحمت اللعالمين حضرت محمد مصطفی (ص) سره د فرانسې د واکدارانو د کم عقلۍ دښمنۍ د ټولې نړۍ د مومنانو زړونه دردولي دي.
---------
د تهران چاپ کېهان ورځپاڼې بيا وليکل: د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر هم د اسلامي مقدساتو په اړه د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون سپکاوے غندلی دے.
د اسلامي انقلاب سپاه پاسداران پرون په یوه خبرپاڼه کښې ویلي دي: د سلطې د نظام او صهیونیسټ واکمنان به دا توان ونه لري چې کړکیچ ځپلې او بشریت ضده لویدیځ، په خپله له جوړې کړې جبې وژغوري او بې شکه چې په نزدې راتلونکي کښې د فرانسوي مصنوعاتو له بندیز او میداني اعتراضونو په وتلو سره باید له اسلامي امت څخه د مناسبو ځوابونو د ترلاسه کولو په تمه ووسي.
ورځپاڼې په يو بل خبر کښې وليکل: ظریف د ایران په خلاف د امریکې تازه بندیزونو ته غبرګون څرګند کړ.
محمد جواد ظریف په خپل ټویټر ولیکل: د امریکې د ملي امنیت صلاحکار رابرټ اوبراین منلې ده چې دغه هیواد د ایران د خلکو د لازیاتې ځورونې لپاره له خپلو بندیزونو څخه له حده زیات کار اخیستې دی.
هغه زیاته کړه: اوس وخت دی چې متحده ایالتونه داده شي چې دغه هیواد په بندیز لګولو روږدې دی.
ظریف ټینګار وکړ: دا عادت مو پریږدئ، د ایران خلاف لازیات اقتصادي جنګ به د امریکې لپاره زیات نه بلکې لا کم نفوذ ولري.
د تهران چاپ یوې بلې اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د وسله والو ځواکونو لوے درستيز په حوالې سره وليکل: که امريکنيان څه جنګ شروع کړي خاتمه به يې د هغوي په اختيار کښې نه وي.
جنرل محمد باقري پرون په تهران کښې په يو لړ مراسمو کښې دې ته په اشارې سره چې د دفاعي او مخنيونکي قوت، د فوځي او دفاعي چمتووالي او يووالي له لحاظه د ايران وسله وال ځواکونه په ډېر ښه حالت کښې شتون لري وويل: په ځلونو ثابته شوې ده چې دښمن که په خپل مقصد کښې د کمزورۍ احساس وکړي نو په تير کولو کښې هيڅ شک نه ويني.
جنرل باقري د دې په بيانولو سره چې د ايران اسلامي انقلاب د نړۍ په ډېره حساسه سيمه کښې کاميابۍ ته ورسېد زياته کړه، يو قدرت او ابرقدرت چې وکړې شي په دغه سيمه کښې تسلط پېدا کړي نو هغه قدرت به بيا د نړۍ د قدرت په سر کښې راځي.
ورځپاڼې د يمني سرچينو له قوله وليکل: يمني فوځ يو ځل بيا د سعودي په ابهاء نړيوال هوائي ډګر حمله وکړه.
دالمسيره خبري چېنل د رپوټ له مخې د يمن د وسله والو ځواکونو وياند جنرل يحيح سريع وويل، د يمن د فوځ ډرون يونټ پرون سحر په يو قاسف کے ټو نومې ډرون الوتکې سره د سعودي د ابها نومې نړيوال هېواد ډګر حمله وکړه.
جنرل يحيی سريع وويل، په دغه حمله کښې د سعودي د ابهاء هوائي ډګر په دننه کښې يو مهم فوځي ځاے په نښه کړې شو.
-------
اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې په سر کښې جنګ ورځپاڼې په خپله شه سرخۍ کښې لیکلي پاکستان په فرانس کښې د اسلامي مقدساتو په سپکاوي سخت احتجا ج وکړ. په تفصيل کښې راغلي د پاکستان خارجه وزارت په دې لړ کښې په اسلام آباد کښې د فرانس سفير راوبلۀ او د پاکستان د حکومت او ملت لخوا يې ورته په فرانس کښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې له سپکاوي نه د ډکو کارټونونو په خپرېدو او د فرانس د ولسمشر مېکرون لخوا په ګستاخانه بيان سخت احتجاج وړاندې کړ. همدارنګ د پاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي د په فرانسه کښې د اسلامي مقدساتو د سپکاويو په غندلو سره وويل، پاکستان به د اسلامي تعاون تنظيم په غونډه کښې به د له اسلام سره د دښمنۍ په خلاف د نړيوالې ورځې د نمانځنې غوښتنه وکړي. د ورځپاڼې له مخې د پاکستان قومي اسمبلۍ د پاکستان له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د فرانسې سفير دې زر تر زره له هېواده وشړي.
د ورځپاڼې په قول د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو په صوبائي اسمبليو کښې هم په فرانسې کښې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې د کارټونونو په خپرېدو او د فرانسې د ولسمشر مېکرون د ګستاخانه بيان سخته غنده اوشوه. او واضحه يې کړه چې د بيان د ازادۍ په پرده کښې د اسلامي مقدساتو سپکاوے د مسلمانانو لپاره د زغملو نه دے.
------
د پاکستان اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې بيا د دغه هېواد د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل: دا خدشه موجوده ده چې کېدې شي هند په پاکستان کښې د ګډوډيو په خلاف له افغانستانه استفاده وکړي. هغه زياته کړه چې افغانستان هر څنګه وي خو پاکستان ورسره تعلقاتو مضبوطول غواړي. هغه غوښتنه وکړه چې دينا دې هند په پاکستان کښې له ترهه ګرۍ منعې کړي.
------
او دا هم د کابل چاپ ورځپاڼې د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره د سولې روانو خبرو اترو او د امریکا هوايي بریدونو په تړاو لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
هېواد دولتي ورځپاڼې د طالبانو په ساحه کې د القاعده د مهم غړي المصري وژل کېدو ته په اشارې لیکلي چې د طالبانو په ساحه کې د القاعده د دغه مهم کس وژل کېدو، سختې پوښتنې راولاړې کړې دي.
ورځپاڼې هم دا مسئله ټکان ورکوونکې بللې او د سولې په پروسه کې يې د طالبانو رښتينولي تر پوښتنې لاندې راوستلې ده.
ورځپاڼې لیکلي چې اوس دې نو له طالبانو کلکه پوښتنه وشي چې ولې يې تر اوسه له ترهګرۍ او القاعده سره اړيکې نهدي پرې کړي؟
ځکه د هېواد ورځپاڼې په وینا، المصري د القاعده شبکې دوهم مهم کس دی او د لیکوال په باور، له طالبانو سره د هغه ملګرتيا او يا هم هغه ته د طالبانو لهخوا د فعاليتونو لپاره زمينې برابرول، د سترې اندېښنې وړ خبره ده.
-----------
هشت صبح ورځپاڼې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته په اشارې لیکلي چې د سولې خبرې هم د دغو ټاکنو تر سیوري لاندې راغلې دي.
دغې ورځپاڼې د یو شمېر پټو سرچېنو له قوله لیکلي چې د سولې په خبرو اترو کې روان بن بست د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په خاطر رامنځته شوی او طالبان د خپلو سیمهییزو ملاتړو په مشوره په تمه دي چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو پایلې روښانه شي او وروسته به د سولې خبرو په اړه پرېکړه کوي.
هشت صبح ورځپاڼې پوښتنه کړې چې ایا ټرمپ یا بایډن به له ټاکنو وروسته د سولې خبرو دوام ته لېوالتیا وښیي؟
د لیکوال په باور ټرمپ د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د ګټلو لپاره دا پروسه تېزه کړه او په وینا یې فکر نهکېږي چې دا تر ټاکنو وروسته په ورته جدیت پر مخ لاړه شي.
------------
مسیر ورځپاڼې په افغانستان کښې د امریکا هوايي بریدونو او پکښې د عامه افغانانو قتل عام ته اشاره کړې او په دې اړه غبرګونونو او پایلو په تړاو لیکنه کړې ده.
ورځپاڼې په هلمند، غزني او ځینو نورو سیمو کې د امريکې د جنګي الوتکو هوایي بریدونو ته په اشارې سره لیکلي چې د بریدونو لویه برخه قربانیان بیا هم ملکي وګړي دي.
د سرمقاله لیکونکي په وینا، که څه هم امریکا دا د طالبانو په وړاندې بریدونه ګڼي، خو طالبان یوازې دا چاره د دوحې له هوکړې سرغړونه ګڼي،
لیکوال ټينګار کړی، که د هوايي بریدونو مسئله همداسې دوام وکړي او یا تر دې زیاته شي، نو د دې شونتیا شته چې د دوحې هوکړې ته زیان ورسېږي.
---------