د قدس آزادول د اسلامی امت یو آرمان دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i93880-د_قدس_آزادول_د_اسلامی_امت_یو_آرمان_دی
د سیمې د امنیت او سولې د له مینځه وړلو په خاطر استعماري او استکباري لړۍ هڅه کوي د سیمه ا یزو هیوادونو پخپلو کې سره ملګرتیاوې غوڅې کړي او خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 31, 2020 04:09 Asia/Kabul
  • د قدس آزادول د اسلامی امت یو آرمان دی

د سیمې د امنیت او سولې د له مینځه وړلو په خاطر استعماري او استکباري لړۍ هڅه کوي د سیمه ا یزو هیوادونو پخپلو کې سره ملګرتیاوې غوڅې کړي او خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي .

زمونږ خبریال راپور راکړ  د  وحدت د اونۍ په مناسبت  د اسلامی وحدت د څلوردیرشم نړیوال کنفرانس  سیمه ایز  آنلاین ویبینار په جنوبي  او جنوب ختیځي آسیا سیمې کې له مصیبتونو او  بلاګانو سره په مخامخیدا کې د اسلامی ملګرتیاؤ  په عنوان سره  ترسره شوی  او په دغه نشست کې هم  د اسلامی  امت غوره شخصیتونو برخه  اخستې ده .

 په دغه  ویبینار کې چې د ربیع الاول په  دولسمه پيل شوی او  دربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې به دوام وکړي ، د  ملایشیا ،انډونیشیا، پاکستان ،فیلیپین ، تایلینډ جاپان ، سنګاپور ، جنوبی کوریا ، چین ، سنګاپور  او د ایران  د اسلامی جمهوریت پشمول د یوشمیر نورو هیوادونو  دیني عالمانو ، او پوهنتوني متفکرانو  پکې ګډون کړی  او  د صهیونیسټ رژيم   له سپیرو منګولو څخه د  قدس شریف د آزادۍ د آرمان دپوره کونکي آساس په توګه پر مقاومت باندې  په تکیې او داسلامی نړۍ پر وحدت بخښونکي  رول ئې ټینګار کړی دی .

 په دغه  نړیوال ویبینار  ناستې کې  د اسلامی مذهبونو د  نزدیوالي د نړیوالې ټولنې  عمومی منشي حجةالاسلام  حمید شهریاري ، دانډونیشیا  پخواني لومړ يوزیر ماهاتیر محمد  او ځينو، دلبنان د حزب ا...   غورځنګ دعمومی منشي مرستیال  شیخ نعیم قاسم  او ځينو نورو نړیوالو اسلامی شخصیتونو پخپلو  ویډیوئي ویناؤ کې  د اسلام د سپيڅلتیاؤ  هرډول سپکاوي محکوم کړي او  تفرقه او درز ئې  د  اسلامی ټولنو نابودونکی او بحران جوړونکی  تر ټولو مهم عامل بللی  او وئیلی ئې دي ، اوس وخت رارسیدلی چې   د وحدت او دوستۍ او ورورولۍ په سیوري کې دې مسلمان له مسلمان سره   اختلافات او شخړه پاي ته ورسوي .

دوي همداراز پخپلو څرګندونو کې  د سیمې د ملتونو او هیوادونو پخپلو کې سره  اختلافات  او د اړیکو غوڅیدا د امریکائي استعمار یوه ستره دسیسه بللې او وئيلي ئې دي ، د  سیمې د امنیت  او سولې د له مینځه وړلو په خاطر استعماري او استکباري لړۍ  هڅه کوي د سیمه ا یزو هیوادونو پخپلو کې سره ملګرتیاوې غوڅې کړي  او خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي . دوي دغه راز جوته کړې ، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د امریکا بې ځایه دسیسې او ظالمانه بندیزونه  دسیمې له ملتونو په تیره بیا  له فلسطینیانو سره ددغه هیواد اړیکو  د غوڅیدا په موخې سره  دي ، خو هیڅکله به  هم د سیمې  دملتونو  او ایران ترمینځ د ورورولۍ او دوستۍ اړیکې غوڅې نشي او  استعماري کړۍ ا وتالی څټي به پخپلو سپیرو موخو کې بریالي نشي .

Image Caption