د قدس آزادول د اسلامی امت یو آرمان دی
د سیمې د امنیت او سولې د له مینځه وړلو په خاطر استعماري او استکباري لړۍ هڅه کوي د سیمه ا یزو هیوادونو پخپلو کې سره ملګرتیاوې غوڅې کړي او خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د وحدت د اونۍ په مناسبت د اسلامی وحدت د څلوردیرشم نړیوال کنفرانس سیمه ایز آنلاین ویبینار په جنوبي او جنوب ختیځي آسیا سیمې کې له مصیبتونو او بلاګانو سره په مخامخیدا کې د اسلامی ملګرتیاؤ په عنوان سره ترسره شوی او په دغه نشست کې هم د اسلامی امت غوره شخصیتونو برخه اخستې ده .
په دغه ویبینار کې چې د ربیع الاول په دولسمه پيل شوی او دربیع الاول تر اولسمې نیټې پورې به دوام وکړي ، د ملایشیا ،انډونیشیا، پاکستان ،فیلیپین ، تایلینډ جاپان ، سنګاپور ، جنوبی کوریا ، چین ، سنګاپور او د ایران د اسلامی جمهوریت پشمول د یوشمیر نورو هیوادونو دیني عالمانو ، او پوهنتوني متفکرانو پکې ګډون کړی او د صهیونیسټ رژيم له سپیرو منګولو څخه د قدس شریف د آزادۍ د آرمان دپوره کونکي آساس په توګه پر مقاومت باندې په تکیې او داسلامی نړۍ پر وحدت بخښونکي رول ئې ټینګار کړی دی .
په دغه نړیوال ویبینار ناستې کې د اسلامی مذهبونو د نزدیوالي د نړیوالې ټولنې عمومی منشي حجةالاسلام حمید شهریاري ، دانډونیشیا پخواني لومړ يوزیر ماهاتیر محمد او ځينو، دلبنان د حزب ا... غورځنګ دعمومی منشي مرستیال شیخ نعیم قاسم او ځينو نورو نړیوالو اسلامی شخصیتونو پخپلو ویډیوئي ویناؤ کې د اسلام د سپيڅلتیاؤ هرډول سپکاوي محکوم کړي او تفرقه او درز ئې د اسلامی ټولنو نابودونکی او بحران جوړونکی تر ټولو مهم عامل بللی او وئیلی ئې دي ، اوس وخت رارسیدلی چې د وحدت او دوستۍ او ورورولۍ په سیوري کې دې مسلمان له مسلمان سره اختلافات او شخړه پاي ته ورسوي .
دوي همداراز پخپلو څرګندونو کې د سیمې د ملتونو او هیوادونو پخپلو کې سره اختلافات او د اړیکو غوڅیدا د امریکائي استعمار یوه ستره دسیسه بللې او وئيلي ئې دي ، د سیمې د امنیت او سولې د له مینځه وړلو په خاطر استعماري او استکباري لړۍ هڅه کوي د سیمه ا یزو هیوادونو پخپلو کې سره ملګرتیاوې غوڅې کړي او خپلې سپیرې موخې ترلاسه کړي . دوي دغه راز جوته کړې ، د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد د امریکا بې ځایه دسیسې او ظالمانه بندیزونه دسیمې له ملتونو په تیره بیا له فلسطینیانو سره ددغه هیواد اړیکو د غوڅیدا په موخې سره دي ، خو هیڅکله به هم د سیمې دملتونو او ایران ترمینځ د ورورولۍ او دوستۍ اړیکې غوڅې نشي او استعماري کړۍ ا وتالی څټي به پخپلو سپیرو موخو کې بریالي نشي .