د ډونالډ ټرمپ کړچار نړۍ ته ویرونکي پیغام ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94314-د_ډونالډ_ټرمپ_کړچار_نړۍ_ته_ویرونکي_پیغام_ورکوي
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن یوځل بیا د ټول ټاکنو د نتیجې د نه منلو په هکله د اوسني ولسمشر ټرمپ په کړچار نیوکه وکړه او ویې ویل دغه کړچار د یوه(۱) هیواد په توګه د امریکا د هویت په هکله ویرونکی پیغام استوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 20, 2020 07:07 Asia/Kabul
  • د ډونالډ ټرمپ کړچار نړۍ ته ویرونکي پیغام ورکوي

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جو بایډن یوځل بیا د ټول ټاکنو د نتیجې د نه منلو په هکله د اوسني ولسمشر ټرمپ په کړچار نیوکه وکړه او ویې ویل دغه کړچار د یوه(۱) هیواد په توګه د امریکا د هویت په هکله ویرونکی پیغام استوي .

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن چې غیر رسیمې نتیجې د هغه د بریالیتوب ښودنه کوي نن سهار وویل د امریکا خلک د ډیموکراسۍ د کړچار د څرنګوالي په هکله دنیا ته د  ډیرو تاواني پیغامونو او د بې مسولیتۍ د ناباور وړ سویې د کتلو په حال کښې دي .

جوبایډن ویل د اوسني ولسمشر ټرمپ د غیر طبیعي کړچارونو په انګیزې نه پوهیږم خو دغه کړچار کاملا غیر مسولانه دی .

د امریکا د نوامبر د میاشتې د دریمې (۳) نیټې په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن درې سوه شپږ (۳۰۶) رایې ګټلي دي او اوسني ولسمشر ترمپ دوه سوه دوه دیرش (۲۳۲) الکټرول رایې ترلاسه کړي دي .