د امریکا ولسمشر یوه وکیله له کاره څنګ ته کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94372-د_امریکا_ولسمشر_یوه_وکیله_له_کاره_څنګ_ته_کړ
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل د ولسمشر د حقوقي وکیلانو د ټیم یوه (۱) غړي « سیډني پاول »نور د انتخاباتو د کمیټۍ غړي نه ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2020 07:34 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر یوه وکیله  له کاره څنګ ته کړ

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ په یوې (۱) خبرپاڼه کښې وویل د ولسمشر د حقوقي وکیلانو د ټیم یوه (۱) غړي « سیډني پاول »نور د انتخاباتو د کمیټۍ غړي نه ده .

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتو کمیټۍ په دغه خبر پاڼه کښې ادعا وکړه د سیډني پاول حقوقي عریضې په شخصي ظرفیت سره ترسره شوي دي .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو د رایو په شمیرنو باندې اعتراض کښې د ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي کمیټۍ ډیرې شکایتونه د ټرمپ د شخصي وکیل« روډي جولیاني »، «سیډني پاول» او د نورو  وکیلانو لخوا تنظیم شوي او محکمو ته وړاندې شوي دي .

د امریکا د ولسمشرۍ انتخابات د نوامبر د میاشتې په دریمه (۳) نیټه شوي دي او د رسنیو راپورونه وايي چې د ډیموکراټ ګوند کاندید جوبایډن د درې سوه شپږو (۳۰۲) الیکټرول رایو په ترلاسه کولو سره په انتخاباتو کښې بریالی شوی دی .

د امریکا ولسمشر ټرمپ تراوسه د ولسمشرۍ په انتخاباتو  کښې ماتي نه ده منلي او هماغه راز په انتخاباتو کښې د درغلۍ موضوع مطرح کوي .