د مریلینډ والي د امریکا په ولسمشر نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94379-د_مریلینډ_والي_د_امریکا_په_ولسمشر_نیوکه_وکړه
هیل خبري سایټ راپور ورکړ د امریکا د مریلینډ ( Maryland) ایالت د ریپبلیکن ګوند والي یا ګورنر لیري هوګان( Larry Hogan's) د ولسمشر ټرمپ په سیاستونو باندې نیوکې سره هغه ته وویل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي ومني .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 23, 2020 10:16 Asia/Kabul
  • د مریلینډ والي د امریکا په ولسمشر نیوکه وکړه

هیل خبري سایټ راپور ورکړ د امریکا د مریلینډ ( Maryland) ایالت د ریپبلیکن ګوند والي یا ګورنر لیري هوګان( Larry Hogan's) د ولسمشر ټرمپ په سیاستونو باندې نیوکې سره هغه ته وویل د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ماتي ومني .

لیرې هوګان چې د امریکا په ولسمشر باندې یو(۱) جدي نیوکه کونکی ګڼل کیږي نن په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د ټرمپ په وروستي پیغام باندې نیوکې سره په هغه غږ وکړ جوبایډن د امریکا د نوي ولسمشر په توګه په رسمیت وپيژندي .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ په یوه (۱) ټویټر پیغام کښې د روان میلادي کال په سپرلي کښې له جنوبي کوریا څخه د کورونا ویروس د ازموینې د کیټونو د اخیستلو په دلیل  د مریلینډ په والي لیرې هوګان باندې نیوکې سره هغه د بدو اخیستل شویو کرونا کیټونو په شان وباله .