شیخ ابراهیم الزکزکی دې سملاسي خوشی شي
د پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې شیخ زکزاکي په نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو یو محبوب مشر دی زیاته کړې ده ، دنړۍ مسلمانان د اسلام د پاک دین د دودولو په لاره کې د هغه ستر خدمات او سرښیندنې هیڅکله هم نه هیروي .
زمونږخبریال ر اپور راکړ د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ ویندوي مقصود حسین ډهومکي د نیجریه د اسلامی غورځنګ د رهبر شیخ ابراهیم الزکزاکی دجسماني وضعیّت په خرابیدو باندې په اندیښنې څرګندولو سره د هغه د سملاسی خوشي کیدا غوښتنه کړې ده .
مقصود حسین ډهومکي د شیخ الزکزاکي په ضد د غیر قانونی او د جوړو شوو تورونو په محکومولو سره وئيلي دي ،په بند کې د شیخ زکزاکي او د هغه د ماندنې روغتیائي وضعیّت خطرناک دی .
د پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې شیخ زکزاکي په نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو یو محبوب مشر دی زیاته کړې ده ،د نړۍ مسلمانان د اسلام د پاک دین د دودولو په لاره کې د هغه ستر خدمات او سرښیندنې هیڅکله هم نه هیروي .
شیخ ابراهیم الزکزاکي او دهغه ماندینه ، د ۲۰۱۵کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه دنیجریه په زاریا ښار کې په امامباړې د دغه هیواد د پوځیانو په بوږنونکي یرغل کې چې د سلګونو حسینی عزادارو د شهیدیدو لامل شوي ، نیول شوی دي .