د ایټمي وسلو دممنوعیّت تړون لازم الاجراکیږي
دنړۍ په سویه د ایټمي وسلو د ختمولو د آرمان د پوره کیدا لپاره پر ا یټمي قدرتونو ددباؤ داعمالولو او د ایټمی وسلو د شتون رواوالی چیلنج کول دي . ایټمي قدرتونه د این پي ټي تړون په لاسوند ګرځولو سره باؤري دي ، ایټمی وسلې د دوي روا او قانوني حق دی او دا حق د نړۍ د نورو هیوادونو لپاره مجاز نه ګڼي .
زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دایټمي انرژۍ ادارې پرون ناوخته د یوې خبرتیا په خپرولو سره وئيلي دي دایټمي وسلو د ممنوعیّت تړون د لازم الاجرا کیدا لپاره تر اړتیا وړ حده یعني د پنځوسو هیوادونو په وسیله تصویب شوی او له نوي ورځو تیریدا وروسته لازم الاجرا کیږي .
په دغې خبرتیا کې وئیل شوي دي ، دغه سند د نړیوالو حقوقو په ډګر کې د لازم الاجرا لومړنی حقوقي سند شمیرل کیږي ، چې تقریبا له ایټمي وسلو سره اړونده درست فعالیتونه ئې ممنوع کړي دي .
ددغه تړون په اساس، درست غړي هیوادونه ژمن دي په هیڅ ډول شرائطو کې د ایټمي وسلو د جوړولو او پراختیا ، آزموینې ، تولیدولو ، اکتساب ،انبارولو ، منتقلولو ، د استفادې یا په استفادې د ګواښلو او یا د نورو په حدودو کې د وسلو د ځاي په ځاي کولو لپاره چا ته د اجازت ورکولو اقدامات ونه کړي .
دغه تړون له این پي ټي تړون سره په پرتلې کې بې توپيره ګڼل ګیږي او په عین حال کې په دغه تړون کې د غړو دژمنتیاؤ لمن لاپراخه ده .
ددغه تړون د بنسټګرو اصلی موخه ، دنړۍ په سویه د ایټمي وسلو د ختمولو د آرمان د پوره کیدا لپاره پر ا یټمي قدرتونو ددباؤ داعمالولو او د ایټمی وسلو د شتون رواوالی چیلنج کول دي . ایټمي قدرتونه د این پي ټي تړون په لاسوند ګرځولو سره باؤري دي ، ایټمی وسلې د دوي روا او قانوني حق دی او دا حق د نړۍ د نورو هیوادونو لپاره مجاز نه ګڼي .