د ایټمي وسلو دممنوعیّت تړون لازم الاجراکیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94413-د_ایټمي_وسلو_دممنوعیّت_تړون_لازم_الاجراکیږي
دنړۍ په سویه د ایټمي وسلو د ختمولو د آرمان د پوره کیدا لپاره پر ا یټمي قدرتونو ددباؤ داعمالولو او د ایټمی وسلو د شتون رواوالی چیلنج کول دي . ایټمي قدرتونه د این پي ټي تړون په لاسوند ګرځولو سره باؤري دي ، ایټمی وسلې د دوي روا او قانوني حق دی او دا حق د نړۍ د نورو هیوادونو لپاره مجاز نه ګڼي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Nov 25, 2020 02:13 Asia/Kabul
  • د ایټمي وسلو دممنوعیّت تړون لازم الاجراکیږي

دنړۍ په سویه د ایټمي وسلو د ختمولو د آرمان د پوره کیدا لپاره پر ا یټمي قدرتونو ددباؤ داعمالولو او د ایټمی وسلو د شتون رواوالی چیلنج کول دي . ایټمي قدرتونه د این پي ټي تړون په لاسوند ګرځولو سره باؤري دي ، ایټمی وسلې د دوي روا او قانوني حق دی او دا حق د نړۍ د نورو هیوادونو لپاره مجاز نه ګڼي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران دایټمي انرژۍ  ادارې  پرون ناوخته د یوې خبرتیا په خپرولو سره  وئيلي دي  دایټمي وسلو د ممنوعیّت تړون   د لازم الاجرا کیدا لپاره  تر اړتیا وړ حده یعني د پنځوسو هیوادونو په وسیله تصویب شوی او  له نوي ورځو تیریدا وروسته  لازم الاجرا کیږي .

 په دغې خبرتیا کې وئیل شوي دي ، دغه سند  د نړیوالو حقوقو په ډګر کې د لازم الاجرا لومړنی حقوقي سند شمیرل کیږي ، چې  تقریبا  له ایټمي وسلو سره  اړونده درست فعالیتونه  ئې ممنوع کړي دي .

 ددغه تړون په اساس،  درست غړي هیوادونه ژمن دي  په هیڅ ډول شرائطو کې  د ایټمي وسلو د جوړولو  او پراختیا ، آزموینې ، تولیدولو ، اکتساب ،انبارولو ، منتقلولو ، د استفادې یا  په استفادې  د ګواښلو  او یا د نورو په حدودو کې  د وسلو د ځاي په ځاي کولو لپاره  چا ته د اجازت  ورکولو اقدامات ونه کړي .  

 دغه تړون    له این پي ټي تړون سره  په پرتلې کې بې توپيره ګڼل ګیږي  او په عین حال کې  په دغه تړون کې  د غړو دژمنتیاؤ لمن لاپراخه ده .

 ددغه تړون د بنسټګرو اصلی موخه ، دنړۍ په سویه  د ایټمي  وسلو د ختمولو د  آرمان د پوره کیدا لپاره   پر ا یټمي قدرتونو ددباؤ داعمالولو او  د ایټمی وسلو  د  شتون  رواوالی  چیلنج کول دي .  ایټمي قدرتونه  د این پي ټي تړون په لاسوند ګرځولو سره  باؤري دي ، ایټمی وسلې د دوي روا او قانوني حق دی او  دا حق د  نړۍ د نورو  هیوادونو لپاره  مجاز نه ګڼي .