د امریکا خارجه وزیر بیا دروغ وویل
فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو ادعا وکړه چې ایران د بایکاټونو د کمیدا لپاره خبرو اترو ته بیرته ورستنیدا ته لیواله دی .
هغه پرون د منامې د خبرو اترو په غونډې کښې په وینا کښې ادعا وکړه ایران په ناهیلۍ سره د بایکاټونو د کمیدا په هدف سره خبرو اترو ته د بیرته ستنیدا لپاره د یوشمیر اشارو د ورکولو په حال کښې دی .
پمپئو د خپلو ادعاګانو په دوام کښې وویل ایران باید له خپلو ورانکارو کړچارو واټن واخلي او د یوه(۱) طبیعي هیواد په توګه چلند وکړي .
د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو د منتخب ولسمشر جوبایډن له حکومت څخه وغوښتل د ایران په وړاندې غلیمانه سیاستونه غوره کړي .
له امریکا سره د خبرو میز ته د کیناستلو لپاره د ایران د هڅې په هکله د خارجه وزیر مایک پمپئو ادعا په داسې حال کښې ده چې خارجه وزیر جواد ظریف مخکی ویلي وو که چیرې امریکا د اټومي تړون په تائیدولو کښې د ملګروملتونو د امنیت شورا دوه زره دوه سوه یودیرشم (۲۲۳۱) پریکړه لیک اجرا کړي د دواړو هیوادونو ترمینځ خبرو ته ضرورت نشته او تهران به هم د اټومي موافقې په چوکاټ کښې خپلې ژمنې ترسره کړي .