امریکا دې دایران په ضد غیر انساني بندیزونه ختم کړي
چامسکي زیاته کړې ده ،د بندیزونو علت دامریکا له سیاستونوڅخه د ایران د حکومت پيروي نه کول او ددغه ملت خپلواکي ده .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ د امریکا تکړه متفکر او تجزیه وړاندې کونکی نوام چامسکي بیګا په یولړ څرګندونو کې د ایران د ملت په ضدامریکائي حکومت غیرانساني بندیزونه د شکنجې لپاره یو آوزار بللی او وئيلي ئې دي ، دایران په ضد دبندیزونو دوام هیڅ رواوالی نه لري .
چامسکي زیاته کړې ده،د بندیزونو علت دامریکا له سیاستونوڅخه د ایران د حکومت پيروي نه کول او ددغه ملت خپلواکي ده .
و اشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم بیګا په یوه راپور کې د مالی او تجارتي شناندو له قوله لیکلي دي ،د ایران په ضد د امریکا اقتصادي بندیزونو د کروناویروس ضد واکسن ته ددغه هیواد لارس رسي خنډ کیدلی شي .
شناندي هم خبرداری ورکوي ، مالی بندیزونه په کواکس (covax) پروګرام کې د ګډون او له دې سره د اړونده طبي شیانو د اخستو لپاره دایران خنډ دي .
کواکس هغه پلان دی چې د نړۍ ۷۶شتمن هیوادونه پکې په ګډون سره ژمن شوي دي د روغتیا د نړیوالې ادارې په لارښونې سره د کرونا ویروس ضده واکسین له یو نړیوال پروګرام سره یو ځاي شي . ددغه مرستندویه پروګرام موخه د کرونا واکسن عادلانه پلورنه او ویش دی .