د امریکا ولسمشر له سترې محکمې ناهیلی شوی
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې د پیغامونو په خپرولو سره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په درغلۍ ټینګار وکړ او ویې ویل زه د هیواد له سترې محکمې څخه ناهیلی شوی یم .
د امریکا ولسمشر ټرمپ د الیکټرول کالج ټولنې لخوا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د جوبایډن د بریالیتوب له تائیدیدا سره سره په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې نویو پیغامونو کښې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخې درغلۍ په هکله د هیواد د تر ټولو سترې قضايي ادارې یعني د سترې محکمې په دریځونو سخته نیوکه وکړه .
د امریکا د الیکټرول کالج د ټولنې د رایو نتیجه د دسمبر د میاشتې په څوارلسمه (۱۴) نیټه اعلان شوه او جوبایډن پکښې د درې سوه شپږ(۳۰۶) رایو ګټلو سره د امریکا نوی ولسمشر انتخاب شو .
د امریکا ولسمشر ټرمپ په ټویټر پاڼې باندې نویو پیغامونو کښې وویل زه له سترې محکمې څخه ډیر ناهیلی شوی یم او زمونږ ستر هیواد هم له سترې محکمې ناهیلی شوی دی .