ډونالډ ټرمپ د سترو اعتراضونو د ترسره کیدا خبر ورکړ
فارس خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ په ټویټر اینټرنیټ پاڼې باندې یوه(۱) پیغام کښې په پلازمینې واشنګټن کښې د سترو اعتراضونو د ترسره کیدا خبر ورکړ .
ډونالډ ټرمپ نن هغه راپور ته په اشارې سره چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله په «واشنګټن ایګزامینر »مجلې کښې د هغه لوړرتبه سلاکار پیټر ناوارو خپور کړی دی ادعا وکړه غیر ممکن دي چې ما په انتخاباتو کښې ماتي خوړلي وي .
پیټر ناوارو په خپل شپږدیرش (۳۶) مخیز راپور کښې ویلي دي د ټرمپ د بریالیتوب لپاره د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ ادعا له کافي اندازې زیاته ده .
د راتلونکي کال د جنورۍ د میاشتې شپږمه (۶) نیټه داسې ورځ ده چې د امریکا د ولسي جرګې کانګرس غړي به د الیکټرول کالج رایو او د منتخب ولسمشر جوبایډن د بریالیتوب د تائیدولو لپاره راغونډ شي .