بریتانیا کښې د کورونا ویروس نوی ډول کشف شوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94934-بریتانیا_کښې_د_کورونا_ویروس_نوی_ډول_کشف_شوی
فارس خبري اژانس وايي په بریتانیا کښې د کورونا ویروس د نوي ډول له کشفیدا وروسته یوشمیر هیوادونو انګلستان ته د الوتکو الوتونه وځنډول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2020 01:31 Asia/Kabul
  • بریتانیا کښې د کورونا ویروس نوی ډول کشف شوی

فارس خبري اژانس وايي په بریتانیا کښې د کورونا ویروس د نوي ډول له کشفیدا وروسته یوشمیر هیوادونو انګلستان ته د الوتکو الوتونه وځنډول .

ایټالیا ، جرمني ، کویت، هالینډ ، بیلجیم ، ایرلینډ ، فرانسې ، اسټرالیا ، بلغاریه او سویډن پرون وویل له خپلو هیوادونو څخه بریتانیا او له بریتانیا څخه یې خپلو هیوادونو ته د الوتکو الوتونه ځنډولي دي .

بریتانیا ته دایران د هوايي چلندونو د شرکتونو د الوتکو الوتونه دوې (۲) اونۍ ځنډول شوي دي .

یورو اسټار هم د لندن د بروکسل او د امسټردم ترمینځ ټول اوورګاډي ځنډولي دي .

اروپايي اتحادیه نن سهار په دې هکله ځانګړي غونډه ترسره کوي .

د کورونا ویروس نوی ډول په چټکۍ سره د بریتانیا په بیلابیلو سیمو په تیره بیا پلازمینې لندن کښې د خپریدا په حال کښې دی .

د بریتانیا د روغتیا وزیر «میټ هین کاک» د تیرې اونۍ په دوشنبې ورځ په هیواد کښې د کورونا ویروس د نوي ډول د کشفیدا خبر ورکړی و چې په چټکۍ سره نورو ته خپریږي .

د بریتانیا د لومړي وزیر بوریس جانسن حکومت د خلکو او د رسنیو لخوا تورن دی چې له کورونا ویروس سره په مقابلې  کښې یې شفاف او سم عمل نه دی کړی او سیاستونه یې د دغه ویروس له ژور خطر سره متناسب نه دي تنظیم شوي .