د ډونالډ ټرمپ لخوا د پوځي بودجې د لایحې ویټو کول :-
https://parstoday.ir/ps/news/world-i94996-د_ډونالډ_ټرمپ_لخوا_د_پوځي_بودجې_د_لایحې_ویټو_کول
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد د راتلونکي میلادي کال اوه سوه څلویښت(۷۴۰) میلیارډه ډالره بودجه ویټو کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2020 10:45 Asia/Kabul
  • د ډونالډ ټرمپ لخوا د پوځي بودجې د لایحې ویټو کول :-

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هیواد د راتلونکي میلادي کال اوه سوه څلویښت(۷۴۰) میلیارډه ډالره بودجه ویټو کړه .

د امریکا ولسي جرګې کانګرس دغه بودجه تصویب کړي ده او د ډیموکراټ او د ریپبلیکن دواړو اصلي ګوندونو د غړیو له ملاتړ څخه برخوره ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ وښودله حتی د واک په اخري ورځو کښې هم د خپلو تیرو دریځونو بدلولو یا ورڅخه شاتګ کولو ته تیار نه دی .

د امریکا مشرانو جرګې د راتلونکي میلادي کال پوځي بودجه د دیارلسو (۱۳) مخالفو رایو په  مقابل کښې په څلوراتیا (۸۴) موافقو رایو سره تصویب کړه .

له دې مخکې د امریکا ولسي جرګې کانګرس هم د اته اویا (۷۸) مخالفو رایو په مقابل کښې په درې سوه پینځه پنځوسو (۳۵۵) موافقو رایو سره دغه پوځي بودجه تصویب کړي وه .

د امریکا ولسمشر ټرمپ په بیلابیلو دلایلو په کانګرس کښې د  تصویب شوي بودجې په  لایحې خپه دی .

د دغه پوځي بودجې د ویټو کولو یو(۱) دلیل دا دی چی دغه لایحه ټینګار لري د هغو پوځي اډو  نومونه دې بدل شي چې په امریکا کښې د مریتوب د وخت د جنرالانو نومونه لري.

دا په داسې حال کښې دي چې ټرمپ ټینګار لري د امریکا په داخلي جنګ کښې د کنفیډریشن د جنرالانو نومونه هماغه راز د ځینو پوځي اډو د پاسه پاتې شي .

په حقیقت کښې د امریکا د هغه وخت د دفاع وزیر مارک اسپیر د څنګ ته کولو یو(۱) دلیل هم د دغو پوځي اډو  د نومونو د بدلولو په ضرورت ټینګار و چې د ولسمشر ټرمپ غصه یې راپارولي  وه .

خو یو(۱) ستر دلیل چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د اوه سوه څلویښت (۷۴۷) میلیارډه ډالره پوځي بودجې له لایحې سره په مخالفت کښې ورباندې ټینګار لري دا دی چې هغه( ټرمپ) ادعا کوي دغه پوځي بودجې د چین په ګټه ده .

ټرمپ په یوه(۱) لیک کښې چې کانګرس ته د دغه پوځي بودجې له بیرته ستنولو سره یې یو ځای واستوه ولیکل د پوځي بودجې دغه لایحه ملي امنیت  ته د لومړیتوب د ورکولو لپاره زما د حکومت له هڅو او زما د خارجي سیاست له اقدماتو سره په تضاد کښې ده .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د راتلونکي میلادي کال د پوځي بودجې د لایحې له تصویبیدا مخکې له چین او افغانستان سره د اړونده مادو په شمول د دغه بودجې د لایحې له ځینو مادو سره د مخالفت کولو په دلیل ګواښ کړی و دغه پوځي بودجه به ویټو کړي .

ډونالډ ټرمپ په ولسي جرګې کانګرس کښې  د پوځي بودجې له تصویبیدا وروسته په ټویټر پیغام کښې ولیکل زمونږ د دفاعي بودجې د لایحې ترټولو ستر ګټونکی چین هیواد دی او زه دغه بودجه ویټو کوم .

د امریکا ولسمشر ټرمپ د چین په هکله باوري دی د راتلونکي میلادي کال د پوځي بودجې په لایحې کښې په ختیځې اسیا په تیره بیا د چین په جنوبي سمندر کښې د چین د سلطې غوښتنې د مخنیوي لپاره ضروري تدبیرونه په نظر کښې نه دي نیول شوي .

البته د ډونالډ ټرمپ دغه ادعا د هغه د چین پرضد د کړچار او له پیکینګ سره د شخړو د زیاتولو لپاره دی .

د امریکا د ولسمشر لخوا د پوځي بودجې د ویټو کولو یو(۱)بل مهم دلیل دا دی چې دغه بودجه په افغانستان کښې د واشنګټن د عسکرو د کمیدا خنډ کیږي داسې موضوع چې ټرمپ ورسره دلچسپي لري .

په حقیقت کښې د امریکا ولسمشر ټرمپ هڅه کوي له افغانستان  څخه  د واشنګټن د عسکرو د بیرته ستنولو د شعار د تحقق په لړ کښې په دغه هیواد کښې د خپلو پوځیانو شمیر بیخي کم کړي .

دا په داسې حال کښې دي چې د  امریکا ډیموکراټ او ریپبلیکن ګوندونه په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځیانو پاتې کیدل غواړي .

د امریکا د راتلونکي میلادي کال د پوځي بودجې په لایحې کښې اټکل شوی دی  له څلور زره پینځه(۴۵۰۰) عسکرو څخه په افغانستان کښې د واشنګټن د پوځیانو د شمیر کمول به ولسي جرګې کانګرس ته د دفاع وزارت پینټاګان او د  نورو ادارو له راپور ورکولو او د افغانستان په شرایطو باندې له غور کولو سره مشروطه وي .

دغه پوځي لایحه اجازه ورکوي په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د شمیر د کمولو په بڼه کښې ولسي جرګه کانګرس د بودجې مخه نیسي چې دغه کار د ټرمپ د حکومت د چټي کیدا سبب کیدلی شي .

د پوځي بودجې د ویټو کولو لپاره د ټرمپ دغه اقدام د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو له یوشان غبرګون سره مخ شوی دی .

د امریکا د ډیموکراټ ګوند سناتور مارک وارنر وویل مونږ انتظار باسو د هیواد  د ملي امنیت د کمزوري کولو لپاره د ولسمشر بې ګټې او له مسخرې ډکه هڅه باطله شي .

همدا اوس د امریکا کانګرس د جنورۍ د میاشتې تر دریمې (۳) نیټې پورې وخت لري چې د ولسمشر ټرمپ ویټو له مینځه یوسي .

له دغه پوځي لایحې څخه د امریکا د کانګرس د څه د پاسه اتیا (۸۰) فیصده غړیو ملاتړ ته په پام سره اټکل کیږي چې د ولسمشر ټرمپ ویټو باطل اعلان شي .