د امریکا ولسمشر انتخاباتو کښې بیا د درغلۍ ادعا وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95160-د_امریکا_ولسمشر_انتخاباتو_کښې_بیا_د_درغلۍ_ادعا_وکړه
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله د خپلو ادعاګانو په تکرارولو سره بیاهم د ټول ټاکنو نتیجې غیرقانوني وبللې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 02, 2021 07:34 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر انتخاباتو کښې بیا د درغلۍ ادعا وکړه

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د درغلۍ په هکله د خپلو ادعاګانو په تکرارولو سره بیاهم د ټول ټاکنو نتیجې غیرقانوني وبللې .

ټرمپ بیګا ادعا وکړه د تیر میلادي کال د نوامبر د میاشتې د دریمې (۳)نیټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د پراخ فساد په هکله له بحث مخکې باید پام وشي چې د ایالتونو هیڅ قانون جوړونکي د رایو په  اچولو ، مقرراتو او اجنډو کښې د ترسره شویو بدلونونو په هکله هیڅ ممکن اقدام ترسره نکړ .

د امریکا ولسمشر ټرمپ ادعا وکړه د هیواد په ټول ایالتونو کښې د ولسمشرۍ وروستي انتخابات قانوني نه دي او یا له اساسي قانون سره سمون نه خوري او په میلیونو جعلي رایو یا بدلو شویو رایو باندې هیڅ غور نه دی شوی .

د امریکا د تیر میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د ډیموکراټ ګوند د کاندید جوبایډن  د بریالیتوب له تائیدیدا سره سره ولسمشر ټرمپ اوس هم په ټول ټاکنو کښې د درغلۍ په ترسره کیدا او د انتخاباتو د نتیجې په بدلولو ټینګار کوي .

دا په داسې حال کښې دي چې د امریکا منتخب حکومت ته د قدرت انتقالیدل له تیرو څو اونیو راهسې پیل شوي او د ولسمشر د لوړې مراسم هم د جنورۍ د میاشتې په شلمه (۲۰) نیټه کیږي .