د واکسین په ویشلو کښې د ټرمپ اقدام شرمونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i95219-د_واکسین_په_ویشلو_کښې_د_ټرمپ_اقدام_شرمونکی_دی
ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د کورونا واکسین په ویشلو کښې د اوسني ولسمشر ټرمپ کړچار شرمونکی وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 05, 2021 08:58 Asia/Kabul
  • د واکسین په ویشلو کښې د ټرمپ اقدام شرمونکی دی

ایرنا خبري اژانس وايي د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن د کورونا واکسین په ویشلو کښې د اوسني ولسمشر ټرمپ کړچار شرمونکی وباله .

هغه د کورونا واکسین په ویشلو کښې د اوسني ولسمشر ټرمپ د حکومت د کړچار په شرمونکي بللو سره وویل هغه نه غواړي له کورونا ویروس سره د مقابلې لپاره کوم کار ترسره کړي .

د امریکا منتخب ولسمشر جوبایډن زیاته کړه ولسمشر ټرمپ د دې پرځاې چې د مشکل د هواري لپاره کوم کار ترسره کړي اکثره وختونه شکایتونه کوي .

د امریکا د عفوني ناروغیو او د الرژۍ د ملي موسسې مدیر« انتوني فائوچي» د ولسمشر ټویټر پیغام ته چې په  هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو شمیر یې له مبالغې ډک او د وژل شویو کسانو شمیر جعلي بللی وو غبرګون وښود او ویې ویل د وژل شویو کسانو شمیر حقیقي دی یعني هغه څه چې باید ترسره یې کړئ دا دي چې قبرستانونو او روغتونو ته لاړه شه او هلته وګوره چې د روغتونونو ډاکټران او نرسان له کوم ډول کړکیچونو سره مخامخ دي .

د امریکا ټرمپ دغه ادعا په داسې شرایطو کښې ده چې په دغه هیواد کښې هره ورځ په زرګونو کسان په کورونا ویروس ککړیږي او په سلګونو کسان تر مړ کیږي هم .