جنرال جیمز ماټیس:
پر کنګرس باندې د برید مسئولیت ټرامپ ته ورګرځي
د امریکا مخکني د دفاع وزیر جنرال جیمز مټیس د دې هیواد ولسمشر ټرامپ پر کنګرس باندې د برید مسئول وباله.
د سي ان ان د راپور سره سم، د امریکا مخکنی دفاع وزیر جیمز ماټیس ویلي چي د امریکا پر کنګرس باندې د برید مسئولیت د دې هیواد اوسني ولسمشر یعني ټرامپ ته ورګرځي.
هغه زیاته کړې: ترامپ د دې هیواد د ولسمشریز له مقام په ګټه پورته کولو سره د ټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راوستي او د ښاریزو حقوق تر پوښو لاندې کړې.
د دغو بلواو سره هممهاله د امریکا د عدلیې وزارت هم ادعا کړی چي د روسیې له خوا سایبري برید پر شوې.
کنګرس هم د پنسلوانیا پر ټاکنیزو پایلو باندې د خپلو ځینو جمهوري پالو غړو او د دوو سناټورانو اعتراضونه رد کړ.
ځینې امریکایي چارواکې منجمله د کانګرس د قضایي کمېټې د غړو په شمول، ځینې وزیران او د کابینې غړي د امریکا د اساسي قانون د ۲۵ مادې پر بنیاد د ټرامپ د لیري کېدو غوښتنه لري په داسي حال کې چي د واک لېږد ته یوازې دوې اوونۍ پاتي دي.